رويټرز راپور ورکړی، وروسته له هغه چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د سعودي عربستان پر ضد د يمن حوثيانو بريدونه وغندل او هغوی یې په ناوړه چلند تورن کړل، حوثیانو امريکا ته خبرداری ورکړی چې د دوی پرضد جګړه کې دې ځان نه ښکېلوي.
د راپور له مخې، حوثیانو امریکا ته خبرداری ورکړی، چې که د یمن پر ضد جګړه کې ښکېل شي، له سخت غبرګون سره به مخ شي.
د حوثیانو د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي ویلي، که امریکا پر یمن بریدونو کې برخه واخلي، د امریکا او په سیمه کې د ګټو پر ضد به یې چټک او دردناک ځواب ورکړي.


