د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې د کابل ښار د درېیو سړکونو د رغونې پروژې منظورې شوي، چې ټولیز لګښت یې ۲۹۰ میلیونه افغانۍ ښودل شوی دی.
د خپرې شوې طرحې له مخې، په منظور شویو پروژو کې د غازي سټېډیوم له څلور لارې تر سیمنټ خانې پورې د سړک د جوړولو پروژه شامله ده، چې اوږدوالی یې ۱۵۷۰ متره او پلنوالی یې ۳۰ متره دی.
همدارنګه، له سپین کلي تر وزیرکلا پورې د دویم لین سړک د جوړولو پروژه، چې اوږدوالی یې ۱۸۵۰ متره او پلنوالی یې ۳۰ متره دی او د دارالاسلام روغتون له څنګ تر کابل-کندهار سړک مال ګودامونو پورې د سړک د جوړولو پروژه، چې اوږدوالی یې ۱۹۹۰ متره او پلنوالی یې ۲۰ متره دی، هم منظورې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو تمویل د افغان حکومت له بودجې کېږي، چې د دغو پروژو پلي کېدل به د کابل ښار د ټرافیکي ګڼېګوڼې په کمولو، د ښاري نظم په ښه کولو او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.


