د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي لینډزي سره په کتنه کې د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت، سیمهییز ثبات، بشري مرستو او قونسلي خدمتونو خبرې کړې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، ډاکټر محمد نعیم له افغانستان سره د بریتانیا د بشري مرستو او همکاریو له امله مننه کړې او د دواړو لورو ترمنځ یې د اړیکو د پیاوړتیا او همکاریو د دوام هیله څرګنده کړې ده.
د بریتانیا ځانګړي استازي لینډزي هم د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د متقابل باور جوړونې پر اهمیت ټینګار کړی او د بشري مرستو او قونسلي خدمتونو په برخو کې یې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.


