د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له مرستندوی پلاوي (یوناما) غوښتي، چې د افغانستان په اړه خپلې ارزونې د یوه بېطرفه نړیوال بنسټ په توګه پر کره معلوماتو او عیني واقعیتونو ولاړې کړي.
مولوي ذبیح الله مجاهد، د یوناما په وروستي راپور کې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او نورو رسمي ادارو له لوري د ځینو سرغړونکو کسانو نیونې «خپلسرې» بلل کېدو ته په غبرګون کې ویلي دي، چې یادې نیونې د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې، د غیر شرعي کړنو د مخنیوي او د اشخاصو د اصلاح په موخه ترسره شوې دي، نه په خپلسري ډول.
په څرګندونه کې پوښتنه شوې، چې ولې یوناما په خپل راپور کې د افغان حکومت د بېلابېلو ادارو له لوري د ولسي مرستو، د راستنېدونکو کډوالو د مېشتولو، د امنیتي ګواښونو د مخنیوي، سیاسي پرمختګونو او د لویو اقتصادي پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې ترسره شویو هڅو او پرمختګونو ته انعکاس نه دی ورکړی.؟
ښاغلي مجاهد ویلي، تمه کېده چې یوناما د یوه بېطرفه بنسټ په توګه د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د نږدېوالي او د ناسم پوهاوي د له منځه وړلو لپاره کار وکړي، خو د دوی په وینا، یاد دفتر د دې پر ځای د نظام پر ضد تبلیغاتو ته مخه کړې او هڅه کوي نړۍ ته د افغانستان منفي انځور وړاندې کړي. دا ډول چلند د یوناما د بېطرفۍ له اصل سره په ټکر کې بلل شوی دی.


