انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هېواد یې د ایران پر وړاندې د اټومي وسلو کارولو ته اړتیا نه لري او دا ډول وسلې به ونه کاروي.
د راپور له مخې، ټرمپ د پنجشنبې په ورځ له «نیوزمکس» ټلوېزیون سره په مرکه کې د هغو راپورونو په اړه خبرې کړي، چې ګواکې د هغه اداره د ایران پر وړاندې د «بمونو مور» په نوم د درنې بمبارۍ وسلې د کارولو په اړه غور کوي.
ټرمپ ټینګار کړی، چې دغه بم اټومي نه دی، بلکې یوه دودیزه او ډېره ځواکمنه چاودېدونکې وسله ده. نوموړي ویلي: «نه، زه اټومي وسلې نه کاروم؛ موږ ورته اړتیا نه لرو.»
نوموړي همدارنګه د اسرائیلي رژیم له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د باور په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې په رښتیا پر هېچا باور نه لري او د سیاست په نړۍ کې پر هېچا باور نه شي کولای.


