ار ټي عربي روسي رسنۍ، راپور ورکړی، چې ایران پر حزب الله غږ کړی چې د یوې نوې سیمه ییزې جګړې لپاره چمتووالی ونیسي او د مشرانو وژل کېدو او ارتباطاتو پرې کېدو په صورت کې هم خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
د سرچينې په خبره، حزب الله هم د خپلو ځواکونو ځای پر ځای کولو هڅې پیل کړې او له اسرائيل سره د یوې پراخې جګړې لپاره پر چمتووالي بوخت دی.
بلخوا، د اسرائیل دفاع وزیر کاتس ګواښ کړی چې که حزب الله پر اسرائیل برید وکړي، اسرائیل به د یو ملیون شیعه وو په ایستلو، بمبارولو او د یادې ډلې مشر نعیم قاسم په وژلو سره سخت ځواب ورکړي.


