د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ادعا کړې، چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې د سلګونو ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا پنځه زره کسان وژل شوي دي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، عراقچي د شنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۷مه، ویلي چې امریکا او اسرائیلو د ایران د جګپوړو سیاسي او پوځي چارواکو په وژلو سره له نړیوالو حقوقو سرغړونه کړې ده.
تر دې وړاندې د ايران سرې مياشتې هم د امريکا په بريدونو کې د زرګونه عامو ايرانيانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.


