د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد په ۹ ولایتونو کې یې د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۲۸ کسان نیولي او له یادو کسانو سره څه باندې دوه کیلوګرامه چرس، ۷۰۰ نشهيي ګولۍ، تریاک او شیشه هم نیولي دي.
د معلوماتو له مخې، دغه کسان په لغمان، سمنګان، جوزجان، خوست، نیمروز، پروان، کاپیسا، بامیان او بلخ ولایتونو کې د شرطې ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په پایله کې نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې نیول شوي کسان به د لومړنیو څېړنو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.


