د افغانستان حکومت له هغه وخت راهیسې چې د چارو واګې یې په لاس کې اخیستې دي، توانېدلی چې د هېواد په ټوله جغرافیه کې سرتاسري امنیت تأمین کړي. دې بدلون د کورنیو او بهرنیو پانګوالو پام د افغانستان اقتصادي ظرفیتونو ته تر بل هر وخت زیات اړولی دی. هغه هېواد چې کلونه د جګړې، ناامنۍ او بې ثباتۍ په اور کې سوځېده، اوس د سوداګرۍ، ترانزیټ، کانونو، کرنې او پانګونې په برخو کې له پام وړ فرصتونو برخمن دی؛ داسې فرصتونه چې افغانستان کولای شي په سیمه کې د اقتصادي همکاریو په یوه مهم محور بدل کړي.
دا بدلونونه په داسې شرایطو کې رامنځ ته شوي چې د افغان حکومت مخالفینو له هماغه لومړي سره هڅه کړې، د منفي تبلیغاتو، د ناامنۍ د پراخ ښودلو او سیاسي فشارونو له لارې، افغانستان لا هم منزوي او بې اعتماد هېواد وښيي او له نړۍ سره یې د تعامل لارې وتړي. خو سیمه ییزو بدلونونو وښوده چې دغو هڅو و نه شو کولای له سیمې او نړۍ سره د افغانستان د اړیکو لارې وتړي.
سره له شته سیاسي خنډونو او بهرنیو اختلافاتو، د افغانستان حکومت توانېدلی چې له ګڼو سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره ښې سیاسي او سوداګریزې اړیکې ټینګې کړي او په بېلابېلو برخو کې د نویو همکاریو زمینه برابره کړي. د لوړپوړو پلاوو تګ راتګ، اقتصادي خبرې اترې، د سیمې د ځینو هېوادونو له خوا د پانګونې فرصتونو ته پاملرنه او د سوداګریزو همکاریو د پراختیا هڅې ښيي چې له افغانستان سره تعامل لا هم د سیمهییزو او نړیوالو لوبغاړو په محاسبو کې مهم دی او ځانګړی ځای لري.
طبیعي ده چې هر هېواد د خپلو ملي ګټو او ځانګړو محاسبو پر بنسټ پرېکړه کوي او دا تعاملات د ټولو سیاسي اختلافاتو د پای ته رسېدو په معنی نه دي؛ خو همدا واقعیت چې افغانستان، له ټولو نړیوالو فشارونو سره سره، لا هم د اړیکو نوې لارې پیدا کوي او دا اړیکې ورځ تر بلې ژورې او پیاوړې کېږي، د هغو ډلو لپاره د پام وړ بدلون دی چې خپل سیاسي بقاء یې د هېواد له دوامدارې انزوا سره تړلې ده.
د افغانستان مخالفینو هغه مهال هیله لرله چې د پراخو تبلیغاتو، د امنیتي ستونزو د لوی ښودلو او په نړیواله کچه د افغانستان د څېرې د خرابولو له لارې، اوسنی حکومت په سیاسي انزوا کې وساتي او له نړۍ سره یې د اړیکو د پراختیا مخه ونیسي. خو کله چې دغو هڅو مطلوبه پایله ور نه کړه او له سیمې او نړۍ سره د افغانستان تعامل هماغسې دوام وموند، داسې ښکاري چې د دغو ډلو یوه برخه بلې لارې ته اوښتې ده: په هېواد کې د ناامنۍ د رامنځ ته کولو هڅه؛ په دې هیله چې هغه څه چې د تبلیغاتو او سیاسي فشارونو له لارې یې ترلاسه نه کړل، د عملي بې ثباتۍ له لارې به یې ترلاسه کړي.
په دې منځ کې د پاکستان رول او د افغان حکومت د ځینو مخالفو ډلو ملاتړ یې، هغه موضوع ده چې د سیمې د امنیتي بدلونونو په تحلیل کې مطرح کېږي. د مقاومت او آزادۍ جبهاتو، د بهرنیو ملاتړونو – د پاکستان، فرانسې او نورو – په تکیه، هڅه کړې چې د کورني ثبات د کمزوري کولو، د پانګوالو د باور د له منځه وړلو او د دې تصور د رامنځته کولو له لارې چې افغانستان لا هم د اقتصادي فعالیتونو او نړیوالو همکاریو لپاره ناامنه چاپېریال دی، هېواد ناامن وښيي او د افغانستان د ثبات او امنیت په اړه د ځینو هېوادونو لیدلوری بدل کړي.
خو د بدلونونو د بهیر ارزونه ښيي چې د هېواد د ثبات د ګډوډولو هڅو تر اوسه داسې پایله نه ده لرلې چې د سیمې او نړۍ پام ځان ته واړوي. اوسني حکومت د خپلو امنیتي او اداري جوړښتونو په مټ لا هم د هېواد ادارې او د چارو د سمبالولو بهیر ته دوام ورکړی او په ځینو سیمو کې یې د ناامنۍ له لارې د وضعیت د بدلولو لپاره د مخالفینو هڅې ناکامې کړې دي.
د افغان حکومت مخالفینو، وروسته له هغې چې د پاکستان د آی ایس آی له خوا د تنظیم شویو بریدونو له لارې خپلو بې ځایه موخو ته و نه رسېدل، یو ځل بیا تبلیغاتو او رواني جګړې ته مخه کړې ده. دا ځل یې داسې ادعاوې مطرح کړې چې ګواکې د افغانستان له حکومت سره تړلي کسان ښايي د بهرنیو هېوادونو پر دفترونو او نړیوالو بنسټونو بریدونه وکړي؛ هغه ادعاوې چې د وېرې د رامنځته کولو، د بهرنیانو د باور کمزوري کولو او د افغانستان د څېرې د بدنامولو په موخه مطرح کېږي.
د افغانستان حکومت د یوه پیاوړي او توانمند حکومت په توګه تل هڅه کړې او کوي چې د بهرنیو هېوادونو له ټولو بنسټونو او استازو څخه په ښه توګه ساتنه وکړي او په خپله خاوره کې د ټولو لپاره د امنیت او ارامۍ زمینه برابره کړي.
خو پاکستان او د هغه نیابتي جبهاتو ته باید وویل شي: که په لومړي پړاو کې ونه توانېدئ چې افغانستان هغسې ناامن او منزوي وښيئ لکه څنګه مو چې غوښتل او په دویم پړاو کې هم و نه توانېدئ چې د خپلو هڅو له لارې وضعیت د خپلې خوښې مطابق بدل کړئ، نو پوه شئ چې د همدې پروژې تکرار، دا ځل د اوازو خپرولو او رواني جګړې په بڼه هېڅ پایله نه لري. په اوازو واقعیت نه شي جوړېدای، په تبلیغاتو د هېوادونو اراده نه شي بدلولای او د وېرې په خپرولو د یوه ملت راتلونکی نه شي یرغمل کېدای.
د سیمې او نړۍ هېوادونه په افغانستان کې شته واقعیتونه تر تاسو ښه ویني او خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې هم د دې هېواد د عیني واقعیتونو پر پېژندنې دروي. له همدې امله، په دروغجنو ادعاوو هېڅکله نه شئ کولای چې د افغانستان د ثبات او امنیت په اړه د هېوادونو باور زیانمن کړئ.
د افغانستان حکومت لا هم په خپله خاوره کې د امنیت تأمین او د نړۍ د هېوادونو د استازو ساتنه خپله دنده ګڼي او په ټولو برخو کې د لا مناسب تعامل د زمینې برابرولو لپاره له هېڅ هڅې درېغ نه کوي. که په افغانستان کې کومه پېښه رامنځ ته شي چې هېڅ هېواد له داسې احتمالاتو مستثنی نه دی، له شک پرته تر شا به یې د هغو کسانو لاس وي چې له افغانستان سره د نړۍ د هېوادونو مثبت تعامل نه شي زغملای او هڅه کوي چې د هغوی ترمنځ د بې باورۍ فضاء رامنځ ته کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


