په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت ویلي، چې د یاد سفارت چارسمبالي حاجي فضلمحمد صابر، د ترکمنستان د نفتو او ګازو په ۳۱م نړیوال نندارتون او کنفرانس کې ګډون کړی او د انرژۍ په برخه کې یې له ترکمن چارواکو او د اړوندو شرکتونو له مسوولینو سره د همکاریو او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې دي.
په کنفرانس کې د نفتو او ګازو په برخه کې د سیمهییزې همکارۍ ترڅنګ، د ټاپي ګاز نللیکې پر اهمیت او د دې پروژې د سرحدآباد–هرات برخې د ساختماني چارو پر پرمختګونو هم بحث شوی دی.
د ترکمنستان د نفتو او ګازو نړیوال کنفرانس د اکتوبر له ۲۱مې تر ۲۳مې په عشقآباد کې جوړ شوی، چې د انرژۍ د سکټور د دولتي او نړیوالو شرکتونو، پانګهوالو او چارواکو استازو پکې ګډون کړی دی.


