د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دې وزارت وزیر خلیفه سراجالدین حقاني، د خوست ولایت امنیه قوماندانۍ لپاره نوی درې پوړیز اداري تعمیر ګټې اخیستنې ته وسپاره.
د کورنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې ټينګار کړی، چې امنیتي مسؤلین دې د مشرتابه د فرمانونو په تطبیق، له خلکو سره په نرم چلند او ښو اخلاقو د ولس خدمت وکړي.
نوموړي له علماوو او قومي مخورو هم غوښتي، چې د عامه پوهاوي، همکارۍ او ګډ تفاهم له لارې د امنیت په ټینګښت او د خپلمنځي ستونزو په حل کې ونډه واخلي.
د کورنیو چارو وزارت په وينا، ياد تعمير د څه باندې ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې ۸۶ کاري خونې او ټولې اړینې اسانتیاوې لري؛ د جومات او اړوندو تأسیساتو په ګډون یې ټول لګښت نږدې ۱۰۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي.


