د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د جهادي آثارو د ساتنې لوی ریاست د مرکزي او ولایتي کارکوونکو د اداري، علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر، شیخ شیر احمد حقاني د سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د تاریخ د کره ثبت، د جهادي آثارو د ساتنې او راتلونکو نسلونو ته د تاریخي واقعیتونو د لېږد پر اهمیت ټینګار کړی.
نوموړي ويلي، چې د تاریخي پېښو مستند کول، د شهیدانو او مجاهدینو د ژوندلیکونو ثبت او د جهادي آثارو ساتنه مهم مسؤولیتونه دي، چې باید په اخلاص، ژمنتیا، دقت او بېطرفۍ ترسره شي.
په ورته مهال، د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال غوښتنه کړې، چې د شهیدانو د ژوندلیکونو او جهادي آثارو د راټولولو پر مهال له کورنیو او خلکو سره په ښو اخلاقو چلند وکړي.
ټاکل شوې، دغه سیمینار درې ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې د کارکوونکو د اداري، علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه ښوونیزې او روزنیزې برنامې تطبیق شي.


