تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې اسرائیلي ورځپاڼې هاآرتص لیکلي، چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ ۲۷۹ اسرائیلیانو ځانوژنه کړې او د جګړو له امله ګڼ اسرائیلیان له سختو رواني ستونزو سره مخ دي.
د ورځپاڼې لیکوالې ایرس لیال ویلي، چې د جګړو له امله ګڼې کورنۍ د خپلو غړو د وژل کېدو له غم سره مخ دي، ټپیان لا هم تر درملنې لاندې دي او ځینې پخواني سرتېري د خپلو ملګرو له وژل کېدو وروسته له سخت خپګان سره لاس او ګرېوان شوي دي.
هاآرتص د ایران د توغندیزو بریدونو له امله د ودانیو او تاسیساتو ویجاړېدل، د خلکو رواني فشارونه او اقتصادي ستونزې هم یادې کړې دي.
لیال پر صدراعظم بنیامین نتانیاهو نیوکه کړې، چې د ایران پر وړاندې د بلې جګړې په ګواښلو سره د اسرائیلیانو ژوند له نوي خطر سره مخ کوي.


