تسنیم خبري اژانس د عبري رسنیو په حواله راپور ورکړی، چې د اسرائیل اقتصادي ورځپاڼې «کالکالیست» لیکلي، اسرائیل ښايي د بندیزونو او اقتصادي ستونزو د حل لارې ومومي، خو بایللی شوی نړیوال باور بېرته ترلاسه کول ورته ستونزمن دي.
د راپور له مخې، د اسرائیل اقتصادي وضعیت لا د سقوط تر پړاو نه دی رسېدلی، خو د امنیتي بېثباتۍ او نامعلوم راتلونکي له امله کوچني او منځني بانکونه ښايي په دغه هېواد کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي.
ورځپاڼې د اسرائیل وضعیت د ۱۹۸۰مې لسیزې له سویلي افریقا سره پرتله کړی، چې سیاسي انزوا یې د بهرنیو پورونو او پانګونې د کمېدو لامل شوې وه.
کالکالیست خبرداری ورکړی، چې د اسرائیل د اقتصادي باور کمېدل به یوازې پانګهوالو ته زیان ونه رسوي، بلکې د شیکل د ارزښت کمېدل به واردات ګران کړي، د سود د کچې لوړېدل به پر کورنیو او شرکتونو فشار زیات کړي او د پانګونې کمښت به د کاري فرصتونو د کمېدو لامل شي.


