د کورنیو چارو وزارت هغو کسانو ته خبر ورکړی چې د کور د ساتنې په موخه یې د وسلې ګرځولو اجازهلیک ترلاسه کړی، چې یادې وسلې يواځې د خپل کور د ساتنې لپاره وکاروي.
وزارت خبرداری ورکړی، چې د دغې وسلې کارول د ځان، دوکان، سوداګریزو ځایونو یا نورو موخو لپاره د نافذه اصولو خلاف دي او د سرغړونې په صورت کې به وسله ضبط او له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.
وزارت له ټولو اړوندو کسانو غوښتي، چې د وسلې د کارونې ټاکل شوي اصول مراعات او له سرغړونې ډډه وکړي.


