Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»خبر»د ایران د جګړې لګښتونه څه باندې ۴۷ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي
    خبر

    د ایران د جګړې لګښتونه څه باندې ۴۷ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي

    عمران آغاعمران آغا28 اکتوبر 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    نيويارک ټايمز راپور ورکړی، چې د امريکا پنټاګون تېره اوونۍ د امریکا کانګرس ته ویلي چې د ایران د جګړې لګښت د اکتوبر تر ۱۶مې پورې ۴۷.۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلی او بمونه، توغندي او نور مهمات د دې لګښتونو له ۶۰ سلنې څخه زیاته برخه جوړوي.

    د سرچينې په خبره، سره له دې چې ولسمشر ټرمپ لږ تر لږه د اوس لپاره د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیلولو پرېکړه ځنډولې، پنټاګون بیا هم په تېرو شاوخوا شپږو اونیو کې نږدې ۳.۵ میلیارد ډالر اضافي لګښتونه کړي دي.

    د وروستیو اټکلونو له مخې، د امریکا هوايي ځواک د لسګونو جنګي او بم غورځوونکو الوتکو د ډلو د فعالیت لپاره ۷.۶ میلیارد ډالر لګولي دي.

    سمندري ځواک د دوو درجنونو څخه د زیاتو جنګي بېړیو، چې څو الوتکې وړونکې بېړۍ هم پکې شاملې دي، د ځای پر ځای کولو لپاره ۱.۵ میلیارد ډالر لګښت کړی دی.

    همدا راز د امریکا پوځ هم په سیمه کې د خپلو ځواکونو د ساتنې او ملاتړ لپاره ۲.۱ میلیارد ډالر لګولي دي.

    د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په ټوله کې تر ۵۰ زرو ډېر سرتېري د جګړې اړوند ماموریتونو ته ګومارل شوي دي.

    پر دې سربېره، د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې چې جګړه پیل شوې، امریکايي پوځ ۲۹ میلیارد ډالر مهمات مصرف کړي دي.

    له همدې امله د ځینو مهمو وسلو نړیوالې زېرمې کمې شوې دي مثلاً د پاټریوټ هوايي دفاعي سیستم توغندي. همدارنګه، له اسیا او اروپا څخه د امریکا د پوځي قوماندانيو اکمالات هم د دې جګړې لپاره لېږدول شوي دي.

    د پنټاګون په وینا، په جګړه کې ۱۸ امریکايي سرتېري وژل شوي او تر ۸۶۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

    د امریکا د ترانسپورټ قوماندانۍ د اکمالاتو او تجهیزاتو د لېږد لپاره ۹۲.۲ میلیون ډالر لګولي دي. د یوه چارواکي په وینا، د امریکا سایبري قوماندانۍ هم د “سایبري ملاتړ عملیاتو” لپاره ۱۴ میلیون ډالر مصرف کړي دي.

    د نيويارک ټايمز په خبره، د کانګرس چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې د دفاع وزارت وړاندې کړي لګښتونه یقیناً تر واقعي لګښتونو کم دي.

    د هغوی په وینا، پنټاګون منلې چې په اټکلونو کې ۱.۵ میلیارد ډالر د تېلو او نورو لګښتونو لپاره نه دي شامل شوي.

    معلومات ښيي، چې د امریکا د هغو پوځي تاسیساتو د ترمیم یا بیا جوړولو لګښتونه هم په کانګرس ته لېږل شویو معلوماتو کې نه دي شامل شوي چې د ایران د بریدونو له امله زیانمن شوي یا ویجاړ شوي دي.

    په دغو تاسیساتو کې د بحرین په منامه کې د امریکا د سمندري ځواک اډه هم شامله ده. پنټاګون اشاره کړې چې ښايي ځینې دغه تاسیسات وتړي یا یې بېرته جوړ نه کړي. د کانګرس د چارواکو په وینا، که امریکايي پوځ یا کوربه هېوادونه د دغو تاسیساتو د بیارغونې پرېکړه وکړي، لګښتونه یې ښايي لسګونو میلیاردونو ډالرو ته ورسېږي.

    مخکینۍ مقالهد مالیې وزیر د اټوما شرکت له رئیس سره د پانګونې او اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړي

    مربوطه لیکنې

    د مالیې وزیر د اټوما شرکت له رئیس سره د پانګونې او اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړي

    28 اکتوبر 2026

    پزشکيان له پوتین سره په سياسي همکاريو خبرې کړي

    28 اکتوبر 2026

    کابل کې د امر بالمعروف قانون د تطبیق پر څرنګوالي خبرې شوي

    27 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 28 اکتوبر 2026

    د ایران د جګړې لګښتونه څه باندې ۴۷ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي

    نيويارک ټايمز راپور ورکړی، چې د امريکا پنټاګون تېره اوونۍ د امریکا کانګرس ته ویلي…

    د مالیې وزیر د اټوما شرکت له رئیس سره د پانګونې او اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړي

    28 اکتوبر 2026

    پزشکيان له پوتین سره په سياسي همکاريو خبرې کړي

    28 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران د جګړې لګښتونه څه باندې ۴۷ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي

    28 اکتوبر 2026

    د مالیې وزیر د اټوما شرکت له رئیس سره د پانګونې او اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړي

    28 اکتوبر 2026

    پزشکيان له پوتین سره په سياسي همکاريو خبرې کړي

    28 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،201 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،149 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،272 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.