د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د یاد وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد په قزاقستان کې د افغانستان او یاد هېواد په سوداګریز او طبي فورم کې د ګډون پر مهال، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او تخنیکي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې، مولوي حمدالله زاهد په دغه فورم کې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو او پانګونې د شته فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم، د درملو او طبي تجهیزاتو د معیاري سوداګرۍ، ګډې پانګونې، د تولیدي فابریکو او لابراتوارونو د ظرفیت لوړولو او د متخصصینو د روزنې په برخو کې یې د همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.
نوموړي د فورم په څنډه کې د قزاقستان د عامې روغتیا وزارت له مرستیال او د اړوندو ادارو له استازو سره هم لیدلي، چې په ترڅ کې یې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم او سوداګریزو اسانتیاوو په موخه د منظمو ناستو پر دوام هوکړه شوې ده.
مولوي حمدالله زاهد د قزاقستان د عامې روغتیا وزارت مشرتابه ته هم د افغانستان بلنه ورکړې، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پراختیا لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.


