د پنجشېر ولايت مقام رسنيز دفتر، د دې ولايت په عنابې او حصهاول ولسوالیو کې د بیروجو د دوو نویو کانونو د استخراج د چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د معلوماتو له مخې، د دغو کانونو د استخراج چارې د عنابې ولسوالۍ د ګیم او د حصهاول ولسوالۍ د کودهزار په کلیو کې پیل شوې دي.
د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست د معلوماتو پر اساس، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۲۱ کسانو د بیروج او ګارنېټ د مسلکي استخراج رسمي جوازونه ترلاسه کړي او د کانونو د استخراج فعالیتونه یې په عملي توګه پیل کړي دي.


