د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي نورجلال جلالي د افغانستان لپاره د بیلاروس له نوي ټاکل شوي غیرمقیم سفیر السکاندر سریګوویچ اوګورودنیکوف سره په لیدنه کې د درملو، طبي تجهیزاتو او روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، جلالي د روغتیايي کارکوونکو د تجربو شریکولو، افغانستان ته د درملو واردولو او د ظرفیت لوړونې روزنیزو پروګرامونو د پلي کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د درملو تولیدي فابریکو، تشخیصي مرکزونو او روغتونونو جوړولو لپاره د پانګونې ښه فرصتونه شته.
د بیلاروس نوي سفیر هم د افغانستان له روغتیايي نظام سره د نږدې همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې هېواد یې چمتو دی افغانستان ته د درملو او طبي تجهیزاتو د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې برابرې او د روغتیا وزارت له اړتیاوو سره سمې همکارۍ وکړي.


