د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، د جمهوريت پر مهال د اشرف غني سلاکار او د غور د پخواني ولایتي شورا رئیس احمدخان غوري د ايران مشهد ښار کې د يوې چاودنې هدف ګرځېدلی او سخت ټپي شوی.
سرچينو ويلي، چې د چاودنې عامل د مېلمه په توګه د احمدخان غوري کور ته ورغلی و، چې له چاودنې وروسته هغه هم سخت ټپي شوی او روغتیايي وضعیت یې نازک بلل شوی دی.
دغه راز ويل کېږي، چې بريدګر چاودېدونکي توکي په يوه پاوربانک کې ځای پرځای کړي و او د احمد خان غوري څنګ ته له رسېدو سره سم یې چاودنه ورکړې ده.
د يادې پېښې بشپړ جزئیات لا نه دي خپاره شوي؛ خو تر دې وړاندې هم ايران کې ځينې پخواني افغان نظاميان چې د شر او فساد د بېلابېلو ډلو غړيتوب یې درلوده د خپلمنځي اختلافاتو له امله هدف ګرځېدلي او له منځه وړل شوي و.


