په کابل کې د ایران سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي د عامې روغتیا له وزیر مولوي نورجلال جلالي سره لیدلي او د درملنې، طبي تجهیزاتو او روغتیايي ګرځندوی په برخو کې یې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د روغتیايي خدمتونو د ښه والي، د طبي تجهیزاتو د برابرولو او د ناروغانو د درملنې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا د نظرونو تبادله کړې ده.


