Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د جبهاتو پرله پسې اختلافات؛ د رهبرۍ د کړۍ ناخوښي او د هغوی راتلونکی
    سیاسي لیکني

    د جبهاتو پرله پسې اختلافات؛ د رهبرۍ د کړۍ ناخوښي او د هغوی راتلونکی

    عمران آغاعمران آغا5 نوومبر 2026څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    هغه څه چې په تېرو پرله پسې اوږدو کلونو کې یې افغانستان تباه او ویجاړ کړ، د واک پر ګدۍ د یو شمېر اجیرو، ځان‌ غوښتونکو او متعصبو کسانو پاتې کېدل وو. دوی له دې پرته چې صلاحیت او پوهه یې ولري، د بهرنیانو او اشغالګرو په ملاتړ یې د واک په څوکۍ ډډه وهلې وه.

    هغه لامل چې بهرنیو اشغالګرو به داسې کسان د واک په سر کې درول او هر کاره خلک به یې ترې جوړول، دا و چې دوی کولی شول د لږ لګښت او تمې په وسیله خپل امرونه او غوښتنې د هغوی له لارې د افغانستان په خاوره کې عملي کړي.

    له یوې خوا دښمنانو او اشغالګرو په افغانستان کې د خپل حاکمیت د پیاوړتیا لپاره داسې کسانو ته اړتیا لرله چې هم خپل کسان وي او هم لږ لګښت پرې راشي، له بلې خوا دې اجیرانو هم یواځې د ځان‌ غوښتنې او د خپلو جیبونو د ډکولو پر محور حرکت کاوه، دا چې په افغانستان کې څه پېښېږي او یا به له پردیو سره د هغوی د همکارۍ بیه څوک پرې کوي، دې چارې د هغوی لپاره هېڅ توپیر نه درلود.

    د دې هېواد د زړورو بچیانو شهادت، د دې خاورې د میندو ماتم او د هېواد د ماشومانو یتیم کېدل، د دوی د وچو او بې‌ پروا سترګو پر وړاندې هېڅ شی نه بدلول، د هغوی وجدان یې نه راویښاوه چې له حرص څخه لاس واخلي او سمې لارې ته راوګرځي.

    یوازینی څه چې هغوی ته یې ارزښت درلود، د خپلو مالي غوښتنو پوره کېدل او د کلونو لپاره د خپلو مقامونو او منصبونو ساتل وو. کله به چې دې کسانو احساس کړه چې له دې اړخه له جدي ګواښ سره مخ شوي او دا امکان به یې لیده چې د هغوی مقام او د عاید سرچینه به ډېر ژر له منځه ولاړه شي، نو په داسې وختونو کې به یې د هغه څه د بېرته ترلاسه کولو لپاره اقدام کاوه چې له لاسه یې ورکول، دوه‌ چنده هڅې به یې کولې، په دې لاره کې یې د هېڅ شي څخه له قربانولو ډډه نه کوله.

    له ډېرو کلونو وروسته، کله چې افغانستان یو ځل بیا د آزادۍ او خپلواکۍ رنګ ولید، له داسې ناخلفو بچیانو څخه یې خپله بې‌ زاري څرګنده کړه او له شره یې خلاص شو، اوس همدا کسان په پردېسۍ کې له دې جګړه‌ ځپلي هېواده لاس نه اخلي او لا یې هم د مچیو په څېر پر بدن نېشونه ورکوي.

    له دې سره سره، په دې څو کلونو کې هر څومره چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ، ترقۍ او آبادۍ شاهد پاتې شوی، په همدې کچه، دا کسان د تېرې ورځې په پرتله لا ډېر په دوه‌ لارۍ او اختلافاتو کې ښکېل شوي دي. دوی د هغو تش په نوم نمایشي جبهاتو او ګوندونو ترمنځ، چې واک ته د بېرته ستنېدو لپاره یې جوړ کړي دي، د رهبرۍ د ټاکلو او د اساسي پرېکړو پر سر له بنسټیزو اختلافاتو سره لاس او ګرېوان دي او هره ورځ یې د اختلافاتو درز لا پراخېږي.

    د دغو کسانو ترمنځ د واکمن او ګډوډ حالت په پام کې نیولو سره، له هېڅ هوښیار او عاقل انسان څخه پټه نه ده چې داسې کسان هېڅکله د یوه هېواد د ژغورلو یا د یوه زړه د خوشحالولو لپاره سم کار نه کوي؛ بلکې هر څه چې کوي، لومړی یې د ځان او بیا یې د خپلو نږدې کسانو لپاره کوي او په دې لاره کې له هېڅ ارزښت څخه له تېرېدو ډډه نه کوي.

    همدارنګه، د دې اختلافاتو راڅرګندېدل ښيي چې هر یو یې غواړي په لوړ مقام او رتبه کې ځای ونیسي، ترڅو وکولی شي د هغه مقام له ګټو او امتیازاتو څخه ډېره استفاده وکړي. له دې پرته، دوی په یقین سره پوهېږي چې بیا په افغانستان کې هېڅ راتلونکی نه لري او یواځې همدا فرصت د دوی لپاره د وروستي فرصت په توګه پاتې دی، ترڅو د خپلو ملاتړو په وړاندې له خپل پاتې باور څخه ګټه واخلي او یو څه پیسې جیب ته واچوي.

    د دې پېښو په رامنځته کېدو سره ټولو ته څرګندېږي چې دا جبهې او ګوندونه یواځې هغه نومونه دي چې د خپلو شخصي ګټو د پټولو لپاره یې کاروي، دوی به له نسکورېدو او ړنګېدو پرته هېڅ پایله او عاقبت و نه لري. هغه کسان چې په دې لړۍ او کتار کې شامل دي، بالاخره به یو ځای له دایمي توقف سره مخ شي او د لارې پای ته به ورسېږي.

    همدلته باید د هغو اتلانو لاسونه ښکل شي چې د خپل هېواد د آزادۍ او سمسورتیا لپاره یې خپل ژوند قربان کړ او د افغانستان معاصر تاریخ یې په نومونو روښانه دی؛ ځکه که د همدې اتلانو سرښندنه او قرباني نه وای، داسې ډارن او منفور کسان لا هم د افغانستان د واک پر ګدۍ ناست وای، تر نن ورځې به موږ د ډېرو وینو او قیمتي اوښکو د تویولو شاهدان وای؛ داسې وینې او اوښکې چې د جبران او تاوان لپاره یې هېڅ بدیل نه درلود.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن پنجشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ
    راتلونکي مقاله اسلام‌کلا بندر کې د ۱۴۹ ټنه بې‌کیفیته توکو د واردېدو مخه نیول شوې

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان پر وړاندې نیابتي دسیسې؛ د پاکستان د فشار ناکامه تګلاره

    4 نوومبر 2026

    د پوځي رژیم دوه ګونی سياست؛ ولې د ناامنۍ پړه پر نورو اچوي؟

    2 نوومبر 2026

    له پاکستان سره د جبهو پټې ناستې؛ د ناوړه معاملو تکرار او د طرحو ناکامي

    31 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 5 نوومبر 2026

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: له ایران سره جګړه اړینه وه او که بیا هم اړتیا شي، ورته اقدام کوو

    انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره…

    اسلام‌کلا بندر کې د ۱۴۹ ټنه بې‌کیفیته توکو د واردېدو مخه نیول شوې

    5 نوومبر 2026

    د جبهاتو پرله پسې اختلافات؛ د رهبرۍ د کړۍ ناخوښي او د هغوی راتلونکی

    5 نوومبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: له ایران سره جګړه اړینه وه او که بیا هم اړتیا شي، ورته اقدام کوو

    5 نوومبر 2026

    اسلام‌کلا بندر کې د ۱۴۹ ټنه بې‌کیفیته توکو د واردېدو مخه نیول شوې

    5 نوومبر 2026

    د جبهاتو پرله پسې اختلافات؛ د رهبرۍ د کړۍ ناخوښي او د هغوی راتلونکی

    5 نوومبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،201 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،150 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،274 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.