Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»پاکستان کې يو عادي دکاندار او لغړی څنګه ميلياردر شو؟
    تورې څېرې

    پاکستان کې يو عادي دکاندار او لغړی څنګه ميلياردر شو؟

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش3 فبروري 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهد

    د پينټاګون د راپور له مخې امريکا افغانستان کې 2.313 ټريليونه ډالر مصرف کړل، ضرور به دا فکر درته پيدا کېږي چې دا دومره پيسې چيري مصرف شوې؟
    ځکه د امريکا له تېښتې سره خو افغانستان نه جوړ وو، نه يې اقتصاد برابر وو، بلکې ولس همغه د غربت دام کې ګير وو او کوم وخت چې اشرف غني د نورو غلو سره تېښته کوله نو د افغانستان ۹۰ سلنه ولس په غربت کې ژوند کاوه، اقتصاد خراب، ملک خراب، نه کارخانې جوړې سوې وې، نه بندونه جوړ ول، نه برق او نه هم نور پرمختګونه شوي وو او پوځ يې په داسي حالت کې وو چې دننه يوه هفته کې ټول تسليم شول نو دا دومره پيسې چيري او څنګه مصرف شوې؟

    د ټريليون ډالرو مصارفاتو په اړه د پنټاګون راپور لوستلای سئ.

    How the US military got rich from Afghanistan

    د براون پوهنتون د راپور له مخې چې له دغو 2.313 ټريليون ډالرو څخه څه کم يو 1$ ټريليون ډالر د د دفاع وزارت لپاره د بهرني احتمالي عملیاتو بودیجې لخوا مصرف شوي.
    خو اصل کې خبره بل څه ده او مصرف هم له امريکا څخه شوی او هغه داسي: کله چې امريکا پر افغانستان حمله کوله نو يې هغه زاړه ټوپک سالاران، کمونيستان، ټلواله او ټول غله د 2001 کال د ډسمبر پر پنځمه د بن کانفرانس کې سره راټول کړه تر څو د دوی سره دې جګړې کې يو ځای شي او دغه ټول هغه کسان وه چې د روسانو له يرغل وروسته په خپلمنځي جګړو کې سره شکېل سوي وه، وطن يې لوټې، لوټې کړ او د افغان ولس پر ماشوم، سپين ږيري ځوان او زنانه يې زړه نه وو سوځلی، قتل عام او حتا د افغان ولس پر عزت يې هم صرفه نه کول. دوی ته د پيسو ورکول له همغه وخته شروع سوه، او په تيره شل کلنه دوره کې ټول ملياردران سوه ځکه امريکا افغانستان کې ۲۳۱۳ دوه زره درې سوه ديارلس مليارده ډالر سرمايه ګذاري وکړه چې ټول يې د همدغو جاسوسانو خولو کې اچول او همدې ولس وژنې ته يې هڅول چې د پيسو بدل کې يې ورته هر څه کول.

    د دوی له جملې څخه يو وحشي قوماندان جنرال رازق چې د طالبانو په تيره دوره کې په پاکستان کې يو عادي دکاندار وو خو کله چې امريکا په 2001 کال کې پر افغانستان حمله وکړه نو دی هم يو د ګل آغا شيرزي له قوماندانانو څخه وو چې امريکا ته په جاسوسۍ، پر افغان ولس د ظلمونو، وحشتونو او قتل عام باندي يې له امريکا پيسې اخيستې او ځان يې ميلياردر کړ.
    د اتلانتيک مجلي ليکلي « زموږ سړی په کندهار کې»
    وايي چې جنرال رازق او د ده کسانو په ميليونونو ډالر له امريکا څخه د طالبانو ضد جګړې لپاره اخيستي او وايي چې له اوږدې مودې راهيسي هغه او ملګري يې د مخدره موادو په قاچاق او فساد کې ښکېل دي، د همدې راپور له مخې چې جنرال رازق له ډېره وخته په بې ګناه ډلييزې وژنو تورن وو.
    کله چې پر فرضي کرښې د وېش او چمن دروازه او سرحدات د ده لاس ته ولوېدل داسي شول لکه د سرو زرو خزانه چې يې لاس ته ولوېدل، پر دروازه چې څه کاروبار کېدی هغه کې د ده او د ده د خلکو ونډه، د ګمرکونو پيسې د ده او د ده د بانډ جېبونو ته تللې.
    له دې سره يې د تارياکو قاچاقبري هم کوله او د وحشتونو داستانونه خو يې بې شماره دي چې زه يې نمونه درته ذکر کوم.
    شين نورزی او ورسره ۱۵ نور ملګري کابل ته په مېله راغلي وه دا چې د دوی ورسره پخوانۍ دښمني وه نو يې د حميدزي لالي سره پلان جوړ کړ او دغه ۱۶ کسان يې له کابل څخه پورته او باډر ته يې یوړل، دلته يې په ډيرې بې رحمۍ سره و وژل او و يې ويل دا طالبان وه، د طالبانو سره يې اړيکې وې خو ټولو ته ښه معلومه وه چې اصل کې د دوی قومي اختلاف وو نه شين نورزی طالب وو او نه په دې خاطر وژل شوی.
    په هغه وخت کې د پوليسو يو تحقيقاتي ټيم د پيښې د اصل معلومولو په پار تحقيقات شروع کړه خو دغه تحقيقات بيرته پټ سوه او حتا حامد‌ کرزي ويلي وه چې دغه تحقيقات دې ودرول سي.
    د ده دې وحشتونو ته په کتو امريکايانو دی نور هم ځان ته رانږدې کړ او د کندهار جنګونه يې په ټېکه ورکول تر څو چې يې د کندهار قوماندان امنيه کړ او د کندهار او سيمه کې د وحشتونو پوره سند يې په لاس کې ورکړ، چې څوک يې چيري او پر څه وژئ هيچا ترې پوښتنه نه کول او نه ده و چاته ځواب وايه.
    د یوې سروې له مخې دکندهار ۱۷۰۰۰ ځوانان د جمهوریت پر وخت د عبدالرازق لغړي په امر د حوزو د آمرینو لخوا تری تم شوي دي.
    رازق خپل ځان ته شخصي محبسونه درلودل او په همغه شخصي محبسونو کې به يې داسي ظلمونه د افغانانو سره کول چې کفارو او نورو يرغلګرو، ظالمانو به هم له چا سره نه وي کړي.
    هو! دلته یو وحشي جنرال کلونه پر خپل مسلمان ولس داسي واکمني وکړه چې ټول عمر به یي خوله د وحشي لېوه په څیر د خپل اولس په وینو سره وه، کوم چې اوس یي هم د جنایاتو ثبوتونه هره ورځ موندل کیږي او دغه هر څه يې د امريکايانو د خوشحالولو او د هغو ډالرو لپاره کول چې امريکا به ورکول.
    دا چې دی ولاړی اوس يې هغه ډالرو او د دبۍ او انډيا جايدادونو او پيسو کې ورونه مزې کوي.

    د شنه نورزي سره د رازق او حميدزي لالي شوم پلان چې څنګه يې دوی و وژل د يوه امريکايي ليکوال مېتيو ايکينز ليکنه(زموږ سړی په کندهار کې) کتلای سئ.

    https://www.npr.org/2011/09/27/140751605/rags-to-riches-americas-man-in-kandahar

    مخکینۍ مقالهامریکا: په عراق او سوریه کې مو له ایران سره تړلې موخې په نښه کړي
    راتلونکي مقاله د داعش او شر و فساد ډلې تر منځ خپلمنځي اړيکې او همکارۍ (مجبوريت که د استخباراتي سازمانونو پلان)

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.