Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»مفتي عبدالشکور څه ته کار کوي؟
    تورې څېرې

    مفتي عبدالشکور څه ته کار کوي؟

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش6 فبروري 20244 Comments4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp


    وحید الدین حیدر

    هغه کندزی ملا چې نن سبا یې وېډیو ښکته پورته کېږي او د ډېرو لپاره نوی پیغمبر جوړ شوی، په خپل «وعظ» کې وایي چې «د افغانستان نوم د دجال له خوا پر خراسان اېښودل شوی دی، تر څو د دجال د ظهور سیمه د خلګو له ذهنونو څخه ووځي او په چل ول سره ظهور وکړي»، یعني پښتانه د دجال ډله ده چې پر دغه سیمه یې د افغانستان نوم اېښی دی.
    دغه ملا کټ مټ د هغې خبرې بله بڼه کړې ده. نوموړی د خراسانیانو (مقاومت) او داعش ترمنځ په مشترکه وجو باندې کار کوي، یعنې د مقاومت داعیه هم د خراسان داعیه ده او د داعش خوارجو داعیه هم د خراسان داعیه ده. نوموړي د دوی په مشترکاتو کار کوي، ملت ته ددین له ادرسه شاتو کې زهر ورکوي. ده ثابته کړه چې یوې خوا داعش ته لابي کوي او له بلې خوا د لنډغرو سره خواخوږي لري.
    نو اوس تاسو ووایاست چې له دغه ډول خلکو سره باید څه ډول ګوزاره وکړل شي، چې په رڼا ورځ د یوه 40 میلیوني قوم د ځپلو لپاره دین تحریفوي؟
    دا خلک د ملت په سترګو کې خاورې شیندي، په هر عصر کې د دین د بدنامۍ او د دین د ځپلو په موخه استعمار دغسې تربیه کړي خلک ساتلي وي چې عماعه یې پر سر، ږیره پر مخ، په سنتو برابر او محراب او ممبر کې واعظ او مقرِر وي.
    تاسو سیاف ولید، چې دی شیخ الحدیث دی، برهان الدین رباني په دیني زده کړو کې د پروفیسور لقب خپل کړی، حضرت مجددي ځان د اهل بیتو له ډلې ګاڼه مګر د کابل او واشنګټن امنیتي تړون کې یې د وخت ولسمشر حامد کرزي ته په عام محضر کې وویل که د امریکا سره تړون امضاء نه کړې زه درنه خفه کېږم، او له دې وطنه هجرت کوم.
    دا د تعجب خبره نه ده چې ولې داسې کېږي تاسو ته خو د بلعم باعور کیسه معلومه ده. د بني اسرایلو له ډلې و چې په فلسطین کې یې د حضرت موسی علیه السلام په زمانه کې ژوند کاوه، دی د خپل وخت لوی عالم او فاضل شخصیت و چې خدای تعالی مستجاب الدعاة مقام ور بښلی و یعنې د ده دعاګانې به خدای تعالی قبلولې. دی د اسم اعظم په راز پوهیده کله به یې چې لوسته نو دعاګانې به یې استجابیت ته رسیدې، روایت دی چې د بني اسرایلو د ظالمانو حاکمانو پر وړاندې فلسطین کې حضرت موسی علیه السلام د ملګرو سره ولاړ ترڅو هلته میشت خلک د دوی له شکنجو وژغوري او فلسطین فتحه کړي، د وخت ظالم حکمران د خپلو درباریانو سره بلعم باعور ته راځي چې د حضرت موسی په حق کې بد دعا یا ښېرې وکړه، هغه ورته وایي موسی علیه السلام د وخت پېغمبر دی چې خدای تعالی یې مرستې ته پرښتې ورلېږي، زه دا کار نه شم کولی، دوی بله حربه په کار اچوي د نوموړي ښځې ته څه اندازه سِکې او زر ورکوي او ورته وایي چې خاوند دې مجبور کړه چې موسی علیه السلام ته ښېرې وکړي، بالاخره هماغه و چې نوموړی د بني اسرایل مشهور غره ته ورځي هلته د ښېرو لپاره چیله لګوي چې خدای تعالی پرې داسې حالت مسلط کړ چې ده به ښېرې کولې مګر له خولې به یې دعاګانې راوتلې د ښېرو کولو ځواک ترې خدای جل جلاله واخیست.
    نو د دغه ډول ملایانو بیلګې ډېرې دي کنه زموږ ګاونډي هېواد ته یو سر ورښکاره کړﺉ څوک ستر پېغمبر ص خوبونو کې ګوري، څوک د ادم علیه السلام سره له جنته په تیلفون رابطه کوي، څوک ځان پېغمبر بلي، چاته ادم علیه السلام د امن زیري ورکوي او دا ټولې کیسې خو د فروخته خلک د ملا او عالم په لباس کې پټ منحرف خلک کوي نو دا کیسې د تعجب وړ نه دي.
    د خدای په خاورې د حق او باطل مقابله ده او خدای تعالی فرمایي چې حق به بري او باطل له منځه تلونکی دی.
    پای

    مخکینۍ مقالهبرېتانیې په افغانستان کې د خوړو له نړیوال پروگرام سره ۳۶.۵ مېلیونه ډالر مرسته کړې
    راتلونکي مقاله طالبانو د جمهوریت د وخت د برېښنا ۶۲۷ میلیونه ډالره پور اداء کړی

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025

    4 Comments

    1. جاحی نعمت on 9 فبروري 2024 8:35 AM

      كله ناكله یوانسان نه پخپله بلعم بن بعورا جوړ شوی خوهغه ته خپل بدکړنی نیک عمل ښکاری دبل حق ویل باطل ورته ښکاری ، او حق ویونکی بلعم بن بعورا: اَفَمَنْ زُیِّنَ لَهٗ سُوْٓءُ عَمَلِهٖ فَرَاٰهُ حَسَنًاؕ-فَاِنَّ اللّٰهَ یُضِلُّ مَنْ یَّشَآءُ وَ یَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ ﳲ فَلَا تَذْهَبْ نَفْسُكَ عَلَیْهِمْ حَسَرٰتٍؕ-اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِمَا یَصْنَعُوْنَ . ددی زمانه ملا نه چاپغمبر جوړ کړی اونه جوړ ولی شی اونه جوړیدی شی غیرله ستانه نه چا ورته ویلی هسې چاپوری دروغ اوتهمت مه پوری کوه که مسلمان یی ! داخرت دالله محاسبه نه ویریږه (﴿ الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَىٰ أَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ )اودخوبونوبازار دپاکستان نه پدی وخت کی افغانستان کی ډیر ګرم دی .هغوی خو صرف خوبونه کی رسول الله ګوری افغانانوته دجنت چیک ښکاره په لاس کی ورکوی. یوپیر پریګدی بل پیر سره بیعت کول خدای سره شرک ګڼی .
      اللهم اهدی قومی فإنهم لایعلمون
      الله دا لیکل ستادرضاء سبب وګرځوی

      Reply
    2. حق يار on 10 فبروري 2024 3:12 PM

      ښه لوري ته مو اشاره وکړه .. ددې کس څرګندونې ډيرې خطرناکي دي. حاکم نظام بايد د داسې شر خورونکو علما۶ سو۶ مخه ونيسې . ده يو لوی ټبر ته په سپک نظر کتلي , چي دا د عالم په جامه کښې د لوی مفسد رول ادا کول دي.

      Reply
    3. محمدربی آماج on 19 فبروري 2024 9:17 PM

      ستاسو دا لیکنه د ولس د ذهنیت د بیدارۍ لپاره غوره نسخه ده مګر یو اړخیزه ده نو کچیری په رښتیا هم د حق خبره کول غواړۍ او د اسلام دین له آدرسه چی څوک نفرت ، کرکی او خرافات خپروی د هغوی د شومو موخو او خرافاتی افکارو اصلی بڼه خلکو ته څرګندوۍ نو بیا داسی بی پری او سپینی لیکنی وکړۍ چی خلک مو هرکلۍ وکړی! هغه د کابل انتر کانتینینتال هوټل باندی یرغل او بیا د هغی یرغل تړاو له آنحضرت سره چی ګویا د ګرځنده تیلیفون له لاری یی رهبری کوله هغه هم رسوا کیدل غواړی! هغه ګرځنده تیلیفون آنحضرت ص ته چا ورکړۍ وو هغه سیمکارت د کومی کمپنۍ وو؟ آنحضرت ص پّه کومه پیژند پاڼه دا سیمکارت او کریدیت کارت له کوم دوکان څخه رانیولی وو او بل یی چیری دۍ؟ همدا راز که رښتیا مسلمان امت ته په اسلام کی د فتنو رسوا کول غواړۍ نو بیا دغه څیړڼه هم ډیره اړینه ده چی د حضرت عثمان بن عفان رض د قتل په ۳۶ ه ق نه وروسته کومه فتنه چی را پورته شوه او په لسګونو زره مسلمانانو یو او بل ( د جګړی یو لورۍ معاویه بن ابی صفیان ،بل لورۍ یی حضرت بی بی عایشه او طلحه بن عبدالله دغه دواړو د حضرت عثمان د قتل کسات اخیستلو پّه پار د حضرت علی رض
      سره جګړه وکړه چی د طبری تاریخ پحواله له دواړو مخالفو خواوو څخه لس زره مسلمان مړه یا شهیدان شول او دغه د مسلمانانو خپلمنځی جنګ دجمل جنګ پنامه یادیږی چی پدی جنګ کی حضرت عایشه د عسکر په نوم اوښ (جمل) باندی سپره وه ) د الله د دین څخه د دفاع پنامه ووژل پدی کی ملامت او سلامت څوک دۍ تر اوسه پوری هیچاه پدی هکله د فتوای ورکولو زړورتیا نده کړی ولي! آیا ذ الله حکم د اشخاصو لپاره یو شان نه دۍ؟! زه ستاسو جرآًت ستایم ښه خبره چی خاینین رسوا شی مګر بی پریتوب پکی غوره لاره ده. یا هو

      Reply
    4. محمدعزیز on 25 فبروري 2024 5:14 AM

      دی ملا که یو سه غلط ویلی دی خو یو سه یی سم هم ویلی خاصتا د مالیی اخیستل چی حکومت ځان د حنفی فقهی مطیع بولی او په مالیی اخیستو کی ځان تری باسی، او په خویش خوری او خبلوی که او همدارنګه واسطه باری وغیره کی ،او دا سمه خبره نه ده چی چا به حکومت انتقاد وکړ تاسی بیا داسی فکر کوی چی فقط په اسلام یی انتقاد کړی

      Reply
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.