د قطر لومړی وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وايي، حماس په غزه کې اوربند او اسرائیلي برمته شوو خوشې کولو ته مثبت غبرگون ښودلی دی.
نوموړي د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن سره د لیدنې پر مهال ویلي، د غزې په تړانگه کې د اوربند او د اسرئیلي برمته وو د خوشې کولو په برخه کې د حماس غبرگون مثبت دی؛ خو په دې تړاو یې نور جزییات نه دي ورکړي.
پرو سږکال د اکټوبر په اوومه نېټه د حماس او اسرائیلو ترمنځ نښتې پیل شوې، چې تر دې مهاله دواړو لورو ته زرگونه تنه وژل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د منځني ختیځ په دوره راوتلی، چې د سعودي عربستان سربېره قطر، مصر او اسرائیلو ته سفرونه کوي.
په ۲۰۲۳ز کال کې د حماس او اسرائیلو ترمنځ لنډمهاله اوربند شوی و، چې دواړو لورو ته سلگونه بندیان تبادله شول؛ خو دغه اوربند لنډمهاله و او د دواړو لورو ترمنځ بیا نښتې پیل شوې.
امریکا په ښکاره د غزې په تړانگه کې د اوربند هڅې کوي؛ خو ورسره هممهاله له اسرائیلو سره مالي او نظامي مرستې هم کوي، تر څو پرې حماس وځپي.
د غزې په تړانگه کې د ملگرو ملتونو بشري ادارې وايي، په غزه کې لوږه ډېره شوې او که مرسته ونه شي، نو د جگړې پاتې انسانان به لوږه ووژني.
د اسرائیلو له لوري د غزې تړانگې ټولې ستراتیژیکې سیمې بمبار شوي او تر دې مهاله د غزې ۷۵ سلنه ودانۍ له منځه تللي دي.