انتونیو ګوترېش د ملګرو ملتونو سر منشي له ښکېلو ډلو څخه په غزه کې د بندیانو ازادول او له قید و شرط پرته د اوربند غوښتنه کړې ده. نوموړي په غزه کې اوربند او د بندیانو ازادول د دواړو ډلو ترمنځ د ستونزو د حل یوازینی اساسي او پیاوړی ګام یاد کړی دی او زیاته کړې یې ده، چې په اوربند سره به غزې ته د بشري مرستو رسولو بهیر چټک او لا ګړندی شي.بلخوا د اسراییلو دفاع وزیر وايي، د دې هېواد پوځ لاهم د غزې په جنوبي ښار رفح کې د پوځ د عملیاتو پر پلان کار کوي.یوواف ګالانت پرون یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې د اسراییل پوځ د غزې په تړانګه کې د حماس ډلې ته درانه تلفات اړولي دي.هغه زیاته کړې چې رفح د حماس ډلې د راټولېدو بل مرکز دی چې اسراییل غواړي په نښه یې کړي.د ګالانت له څرګندونو ښکاري چې اسراییل د هغو سلګونه زره خلکو لپاره چې په رفح کې یې پناه اخیستې، د نړیوالې ټولنې له زیاتېدونکو اندیښنو سره سره د پوځي عملیاتو پلان عملي کوي.د امریکا ولسمشر جوبایډن هم پر اسراییلو غږ کړی، چې د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره د یوه هراړخیز پلان له جوړولو پرته دې په رفح ښار کې عملیات نه کوي. همهاله مصر هم ګواښ کړی چې که اسراییل دا عملیات وکړي نو د دواړو هېوادونو ډیپلوماتیکې اړیکې به زیانمنې شي.