Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»پر ځان بساینه؛ ننگرهار کې د مالټو ۶۶۰۰ نیالگي کېنول کېږي
    افغانستان

    پر ځان بساینه؛ ننگرهار کې د مالټو ۶۶۰۰ نیالگي کېنول کېږي

    صابر افغانصابر افغان18 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ننگرهار د کانال شرکت مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د نیالگیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شوی، چې تر پایه به زرگونه بېلابېل نیالگي کېنول شي.د کانال شرکت رئی غلام‌الرحمن کظیم وايي، په سږني کمپاین کې د کانال پر ځمکه د مالټو ۶۶۰۰ نیالگي کېنول کېږي او د دې ترڅنگ زرگونه مېوه لرونکي، بې‌مېوې او زینتي ونې هم اېښودل کېږي.: « افغانستان یو کرنیز هېواد دی، زموږ ډېر هېوادوال په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، نو اړینه ده چې بڼوالۍ او کرنیزو فعالیتونه ته لا زیاته پاملرنه وشي، په دې چاره کې هم د هېواد او هم د هېوادوالو خیر دی.»ښاغلي کظیم له هېوادوالو وغوښتل چې د نیالگیو کېنولو، روزنې او پالنه کې ورسره همکاري وکړي، تر څو هېواد د طبیعي پېښو او افتونو پر مهال خوندي او خپلو راتلونکو نسلونو ته مو یو زرغون ننگرهار په ډالۍ کې پرې اېښی وي.له بل لوري د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال په ټول هېواد کې شااوخوا ۴۳زره مټریک ټنه د سټروسو مېوې(کینو، مالټه، نارنج او لیمو) راټول شوي دي.د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغو شمېرو له مخې، سږ کال یو زره او ۵۴ هکتاره ځمکه د کینو او مالټو بڼونه پوښلې وو، چې به دغو بڼونو څخه ۱۲ زره او ۳۶۱ مټریک ټنه کینو او مالټې تولید شوي، چې ډېری یې د ننګرهار، لغمان او کونړ په ولایتونو کې دي.همدارنګه سږ کال په ټول هېواد کې ۱۳۱۶ هکتاره ځمکه د نارنج بڼونه پوښلې وو، چې له دغو بڼونو څخه په ټول هېواد کې ۲۲ زره او ۹۰۸ مټریک ټنه نارنج تولید شوي، په ننګرهار ولایت کې د نارنجو بڼونه ډېر دي، همدارنګه په لغمان، کونړ او روزګان ولایتونو کې هم نارنج ښې پایلې لرلې.په ورته وخت کې په ننګرهار، لغمان، کونړ، روزګان، تخار او کندوز ولایتونو کې سږ کال د لیمو ښه حاصلات شوي، چې په ټولیزه توګه ۷۵۱ هکتاره ځمکه د لیمو بڼونه پوښلې ده، چې له دغو بڼونو څخه اووه زره او ۷۲۵ مټریک ټڼه لیمو تولید شوي.د سټروس مېوې چې کینو، مالټې، نارنج او لیمو پکې شاملې دي، تر ډېره په لغمان، کونړ او ننګرهار ولايتونو کې کرل کېږي.ننګرهار د هېواد يو له ختيځو ولايتونو څخه دى، چې هوا يې د سټروسو مېوو د کښت لپاره غوره ثابته شوې ده.

    مخکینۍ مقالهافغانستان ته د بهرنیو گرځندویانو لړۍ چټکه شوې ده
    راتلونکي مقاله عبدالله عبدالله: په افغانستان کې د ملگرو ملتونو رول مهم دی

    مربوطه لیکنې

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025

    کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه

    17 دسمبر 2025

    ۲۰۳ منصوري قول اردو: نن چهارشنبه پکتیا کې د ځینو لویو وسلو ازموینه ترسره کېږي

    17 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 17 دسمبر 2025

    حماس غورځنګ درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي

    د تسنیم خبري آژانس د يو شمېر رسنۍ اسرائيلي رسنيو له قوله راپور ورکړی، چې…

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025

    بي‌اېل‌اې: جنګیالیو یې په جلا جلا بریدونو کې ۱۲ پاکستاني عسکر هلاک کړي

    17 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    حماس غورځنګ درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي

    17 دسمبر 2025

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025

    بي‌اېل‌اې: جنګیالیو یې په جلا جلا بریدونو کې ۱۲ پاکستاني عسکر هلاک کړي

    17 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،094 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،039 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،098 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.