Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د جګړې ناوړه اغېزې
    لیکني

    د جګړې ناوړه اغېزې

    صابر افغانصابر افغان26 فبروري 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    نوین ساپی

    انسانان ټولنیز مخلوقات دي، باید ټول سره په مینه او محبت کې ژوند وکړي، بر عکس انسانان د خپلو ګټو، نفسي خواهشاتو، توقعاتو او د امتیازاتو د غوښتنې په پار د تاریخ په اوږدو کې د خپل هم جنس بشر (انسانانو ) په مقابل کې داسې اعمال او کړنې ترسره کوي او لا يې په ترسره کولو بوخت دي، چې همدغه انسانان يې هم په یادولو د شرم احساس کوي، په نتیجه کې یې په جلا، جلا نومونو جنګونه او جګړې را منځته کړي، په میليونونو انسانانو پکې خپل ژوند بایللی، ټپیان شوي، معیوب شوي، معلول شوي او ډول ډول زیانونه ورته اوښتي دي چې شته افغانان یې شاهدان دي، جګړه هغه وضیعت دی چې په کور دننه او په نړیواله کچه د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو بدلونونو او تغیراتو باعث ګرځېدلې ده.د سپېڅلي اسلام تاریخ نه چې منبع یې، قرآنکریم او احادیث دي، څرګندېږي چې د ځمکې پر سطحه د اولني انسان قتل وجه تنظیمي یا اخلاقي پدیده نه وه، بلکې د کینې، حسد، ځان پالنې، د نفسي خواهشاتو د پیروي زېږنده وه، اسلامي تاریخ پوهانو او مفسرینو د انسانانو د وژنو په باب وايي: د ادم (عليه السلام) زامنو کله چې قابیل خپل ورور هابیل قتل کړ؛ نو د قتل او جګړيیزو کړنو بنسټ له هماغه وخته کېښودل شو، بیا د حالاتو او شرایطو په پرمختګ او د ټکنالوژۍ منځته راتګ سره د شخړو بڼه له وخت سره سم تغیر او بدلون وموند او په بیلابیلو ډولونو بدل شو.علماء، شخړه داسې راپیژني: د دوو یا څو اشخاصو، ډلو، ټپلو او هیوادونو ترمنځ د یو یا دواړو لوریو لخوا د سولې او امن حالت د پای ته رسېدو اعلان ته جګړه ویل کېږي. جنګ او جدال، اخ او ډپ، وژنې او شوکې د شخړو د حل لپاره ډېره ستونزمنه او لانجمنه لاره ده.په بل ځای کې بیا جګړه داسې تعریف شوې: ( شخړه د اقتصادي، نظامي، سیاسي، تاریخي او ټولنیزو علومو له پلوه د سیاسي بدلونونو او انقلابونو او ټولنیزو ناروغیو څرګندونې بلل کېږي او له قضايي او حقوقي اړخه جګړه د دولتونو ترمنځ وسله واله مبارزه را پورته کوي او له هغه وسایلو نه چې له نړیوالو حقوقو سره سم يې صورت موندلی وي) شخړې د بربادیو هغه حالت دی، چې د اشخاصو، قومونو، ملتونو، دولتونو ترمنځ اړیکې او مناسبات خرابوي او دوستي په دښمنۍ باندې اړوي. لکه څنګه چې د افغان خاورې دښمنانو د اوسني نظام پر وړاندې غرب او د هغوی لاسپوڅو لاسونه رابډ وهلي، د هیواد په داخلي چارو کې لاسوهنې کوي، سوله او امنیت، دوستي، مینه او محبت، اتحاد او ورور ولي په کرکې او نفرت بدلوي، دوی ته دا مسایل د منلو وړ نه دي.دا خلک هیڅ نه غواړي چې افغانان دې په یوه غولي سره راټول وي، دې برخې ته یې سخته ناخوالې ده، چې وژنې وکړي، ترور وکړي، او نه ورته څوک دا اجازه ورکوي چې د دوی لاسپوڅي دې په وژنو او بې اتفاقیو مرتکیب شي ځکه چې اوس يوه خبره او یو امر دی او د یوه توغ لاندې زنده‌ګي ده.د اسلامي شریعت په رڼا کې جنګ صرف په هغه صورت کې الزامي کېږي چې بالفعل تیری ترسره شي او یا داسې علایم او شواهد ولیدل شي لکه څنګه چې په تېره شل کلنه دوره کې ولیدل شو، چې امریکا په زبردستۍ سره په افغان خاورې تېری وکړ او د مجاهدینو له سختو ګوزارونو سره مخ شول او له خپلو غلامانو او لاسپوڅو سره په تېښته وتښتېدل.له دې ټولو خبرو سره بیا هم اسلام خپل لارویان زغم او سوچ ته رابولي، جګړې ته له وردانګلو یې منع کوي، رسول الله ص فرمايي: ژباړه: له دښمن سره د مقابلې کولو آرزو مه کوئ، اما هرکله چې له هغوی سره مخامخ شوئ مېړانه او استقامت خپل کړئ.د اسلام مبارک دین وايي : باید تر ډېره حده کوښښ وشي چې جګړه رامنځته نه شي او یا هم جګړه محدوده شي، مګر کله چې جګړه رامنځته کېږي باید یو شمېر اصول په نظر کې ونیول شي لکه چې وايي: (له عابدانو سره ښه چلند کوئ، ماشومان، مېرمنې او سپین ږيرې مه وژنئ، کارګران مه وژنئ، عامه ځایونه او د خلکو کورونه مه ورانوئ او دارنګه عامو او ملکي وګړیو ته زیان مه رسوئ.) په کومو مواردو چې یادونه ترې وشوه، انسانانو په خاصه توګه افغانانو ته په کې زیان رسېدلی او شهیدان شوي، دا د بشري حقونو ستر نقض او تر پښو لاندې کول دي، دا چې جګړه په هر لحاظ د بشر لپاره مضره، زیان زېږونکې او خطرناکه ده، نو باید تر ډېره حده له جګړو مخنیوی وشي، لکه څنګه چې یې اوس په افغانستان کې حاکم نظام ترسره کوي، تر څو نور بشري حقونه نقض او تر پښو لاندې نه شي.جګړه چې یوه ناوړه پدیده ده، ډیرې ناوړې پایلې او زیانونه لري، باید ډېر کوښښ وشي چې له دې ناوړې پدیدې بهرنیان او د دوی لاسپوڅي او د دوی په اشارو جوړې ډلې او ټپلې لاس واخلي.

    مخکینۍ مقالهمړ هم زه پړ هم زه
    راتلونکي مقاله تېره میاشت هېواد ته ۳زره بهرني وگړي راغلي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال دیمیتري مدودف ویلي، چې د امریکا لخوا د…

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.