په یمن کې د حوثیانو مشر گواښ کړی، چې د امریکا او انگلستان د وروستیو بمباریو پر وړاندې غلي نه پاتې کېږي او د اسرائیلو، انگلستان او امریکايي موخو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.د حوثیانو مشر عبدالمالک الحوثي گواښ کړی چې په سور سمندرگي، د عدن خلیج او باب المندب کې به خپل بریدونه کم، نه بلکې لا ډېر کړي.الحوثي د المسیزه تلوېزون په سره مرکه کې ټول هغه معلومات رسنیز کړي، چې په تېرو څو میاشتو کې یې پر امریکايي، انگلستان او اسرائیلي موخو بریدونه کړي وو.ده ویلي، د غزې د برید وروسته یې په سور سمندرگي او عمان بحر کې د اسرائیلو، امریکا او انگلستان اړوند ۴۸ بېړۍ په نښه کړي، چې پکې سلگونه کسانو ته پکې مرگژوبله هم اوښتې ده.د ده په خبره، امریکا، اسرائیل او انگلستان دغه خبرونه پټوي او نه غواړي چې د دوی په کښتیو شوي بریدونه رسنیز شي.الحوثي زیاته کړې، د سور سمندرگي سربېره یې په عدن خلیج او باب المندب کې هم فعالیتونه ډېر کړي دي او اوس په خپلو عملیاتو کې«اوبو سمندري وسلې» هم شاملې کړې دي، چې دښمن یې ورخطا کړی دی.:« پر غزه د اسرائیلو د برید وروسته یې په اشغال شوي فلسطین او اسرائیلو موخو هم ۱۸۳ توغندي او د بېپېلوټه الوتکې بریدونه کړي، چې گڼو اسرائیلیانو ته پکې مرگژوبله اوښتې ده.»په سور سمندرگي کې حالت وروسته له هغه خراب شو، چې حوثیانو د فلسطین په ملاتړ د امریکا، اسرائیلو او انگلستان بېړۍ په نښه کړې.امریکا او انگلستان ویلي، په سور سمندرگي کې یې د حوثیانو اړوند گڼې بېړۍ په نښه کړي دي.