Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»پرتله»پردی اتل او مسعودستان
    پرتله

    پردی اتل او مسعودستان

    صابر افغانصابر افغان27 فبروري 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: اېمل پښتون

    اړینه ده چې وویل شي، په ډېرى روسي رسنيو کې مسعود د يو ستر برجسته شخصیت په ډول انځور شوی و. روسي رسنيو له ده څخه ملي اتل جوړ کړی، په روسي رسنیو کې د مسعود لپاره بېلابېل نومونه او ویاړلي لقبونه كارول شوي او کارېږي، لکه جنرال مسعود، د طالبانو ضد شمالي ټلوالې پوځي مشر، د پنجشیر زمری، د پنجشیر شپږم زمری او داسی نور…

    دا خبره ټولو ته څرګنده ده، چې مسعود په ۱۹۸۲ کال ( يانې په شوروي اتحاد کې د اندروپوف د واکمنۍ په لومړيو کې ) کې له شوروي پوځونو سره روغه جوړه وکړه.ده له رباني سره په ګډه د افغانستان د اسلامي جميعت ګوند مشري کوله. دغه ګوند د ۱۹۹۰ یمو کلونو په لومړیو کې اعلان وکړ، چې غواړي د افغانستان په شمال کې يو داسې بېل دولت جوړ کړي، چې پښتني نه وي، يانې پښتانه پکې نه وي.

    د ۱۹۸۹ ز کال له افغانستانه د شوروي پوځونو له وتلو وروسته یې، د افغانستان شمال ختیځه سیمه، لکه پروان، تخار، بغلان او بدخشان سیمه تر خپل لاس لاندې وګڼله، د دغې سیمې پلازمېنه يې تالقان وټاکه او هغه یې د “مسعودستان ” په نامه و نوموله، دغې سیمې خپل حکومت، خپلې پیسې او ښه وسله وال پوځ درلود، چې شمېر يې ٦٠ شپېتو زرو ته رسېده.پر ۱۹۹۲ ز کال د مسعود او دوستم ځواکونو کابل ونيو، د نجيب الله حکومت یی را و پرزاوه، او مسعود د دفاع وزیر شو.

    په همدغه وخت کې يې له ګلبدين حکمتيار سره، چې دا مهال کابل ته نږدې ځای پرځای و، مخامختيا او ډغرې پيل شوې.د ۱۹۹۴ ز کال په جنوري کې گلبدین حکمتیار له دوستم سره یو ځای په یوه اتحاد کې، پر کابل باندې واک و ځواک ته د رسېدو په خاطر له احمد شاه مسعود سره پوځي جګړه ییزه مخامختیا پیل کړه چې په پایله کې یې لسګونه زره افغانان ووژل شول.

    ټولو افغانانو ته څرګنده ده، چې د دغې جګړې او په هغې کې د لسګونه زرو افغانانو د وژنې پړه نه يوازې د نورو، بلکې د احمدشاه مسعود پر غاړه هم ده.وروسته له هغه کله چې پر ۱۹۹۶ ز کال په افغانستان کې مرکزي واکمني د طالبانو لاس ته ورغله”مسعودستان” بیا په پښو ودرېد او د شمالي ټلوالې په تشکیل کې شامل شو.

    د شمالي ټلوالې مشري احمد شاه مسعود په خپل لاس کې واخیسته. دا خبره هم د روسي سرچينو مبالغه ده، په شمالي ټلواله کې داسې مشران هم وو، چې د احمد شاه مسعود مشري یې کورت نه منله، دغه ټلواله د څو ډګري خپلواکو یا نیمه خپلواکو جهادي بولندويانو يو اتحاد ته ورته کوم څه وو.د افغانستان په معاصر تاريخ کې د هغه څهرو له کتاره یوه څهره چې زموږ د وياړلي تاريخ پاڼې پرې شرمېږي، بېله شکه یوه دغسې څېره د احمدشاه مسعود ده.

    نوموړی په افغانستان کې د قومي او ژبنۍ تفرقې او کرکې مؤسس او قهرمان دی، له همدې امله يې ټول افغانان د افغانستان د ملي خاین په توګه پېژني. مسعود پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل او د افغانانو د مقاومت پر کلونو له شورویانو سره روغه جوړه وکړه، او له هغوی سره يې پټه دوستي ټینګه کړه، مسعود یو داسې پټ پلان درلود، چې د روسانو او ایرانیانو په مرسته د افغانستان په شمال کې د ” مسعودستان” په نامه یو داسې تاجک ژبی دولت جوړ کړي، چې پښتانه پکې نه وي او غوښتل یې په دې ډول افغانستان دوه ټوټې او کمزوری کړي. خو د خدای فضل وو چې په دې پلان کې کامیاب نشو.

    مخکینۍ مقالهافغانستان ـ ترکمنستان ترمنځ په گڼو گډو همکاریو خبرې شوې
    راتلونکي مقاله چینايي پانگه‌وال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانگونه کوي

    مربوطه لیکنې

    د طالبانو د حکومت او د پرځېدلي جمهوري حکومت د اخلاقو پرتله او مقایسه

    23 نوومبر 2024

    د امنیت په برخه کې د اسلامي امارت او پرځېدلي جمهوریت پرتله او مقایسه

    9 نوومبر 2024

    د طالبانو د حکومت او د پرځېدلي جمهوري حکومت ترمنځ د حاکميت پرتله او مقایسه

    8 نوومبر 2024
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    د ښځو حقوق؛ هغه مسئله ده چې له ډېر پخوا راهیسې یې معنی او مفهوم…

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.