Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»چینايي پانگه‌وال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانگونه کوي
    افغانستان

    چینايي پانگه‌وال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانگونه کوي

    صابر افغانصابر افغان27 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، یو چینايي شرکت چمتو شوی په هرات کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانگونه وکړي.

    له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د هرات د اوسپنې پټلۍ رئیس محمد نیسم محمدي(یون لونگ زیرن) چینايي شرکت استازو سره لیدلي او د اوسپنې پټلۍ په برخه کې یې پانگونې ته هڅولي دي.

    د خبرپاڼې له مخې، د هرات د اوسپنې پټلۍ رئیس ویلي، اوسمهال افغانستان په ځانگړي ډول هرات کې د کانونو او د استخراج او پروسس ترڅنگ د اوسپنې پټلۍ په برخه کې چینايي پانگه‌والو ته د پانگونې لپاره غوره فرصتونه شته او چینايي پانگه‌وال باید له دې مهم فرصت څخه گټه واخلي او په دې برخه کې پانگونه وکړي.

    په خبرپاڼه کې د (یون لونگ زیرن) استازي له قوله ویل شوي، د اوسپنې پټلۍ پراختیا د سیمې او نړۍ لپاره مهمه ده او افغانستان د نښلولو لپاره بنسټیزه کیلي ده.: «په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانگونه يې لومړيتوب دی او ياده موضوع به د دې شرکت له مشرتابه سره هم شريکه کړي.»

    د يادونې وړ ده، چې د ياد شرکت استازي هرات ولايت ته د فولادو د توليد په برخه کې د ۳ مېليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د يوې پروژې د سروې په موخه سفر کړی وو، چې وروسته به د پانگونې دا کچه تر ۱۰۰ مېليونه امريکايي ډالرو پورې لوړوي.

    د یو بل خبر له مخې، د اوسپنې پټلۍ له لارې تېره اوونۍ ۹۲۲۳۳ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. یادې ادارې په خپله خبرپاڼه کې ویلي، د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۵۶۹۸) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۵۰۵۴) ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۴۸۱) ټنه انتقالات چې ټولټال (۹۲۲۳۳) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

    مخکینۍ مقالهپردی اتل او مسعودستان
    راتلونکي مقاله پروان کې ۳۰۰ امنیتي کمرې لگول شوي

    مربوطه لیکنې

    ‏د کابل او بیجېنګ ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوي

    27 اپریل 2026

    مولوي امیرخان متقي له خپل سعودي سیال سره پر سیمه‌ ییزو مسایلو غږېدلی

    26 اپریل 2026

    د هېواد محاکمو د روان سپوږميز کال په درېيمه ربعه کې د ښځو اړوند څه باندې ۴ زره قضيو ته رسېدنه کړې

    26 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 27 اپریل 2026

    امريکا ته د ايران نوی وړاندیز؛ لومړی بايد د هرمز تنګي ستونزه حل شي

    اکسیوس رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې ایران د منځګړي پاکستان له لارې…

    د ایران د پارلمان ویاند ابراهیم رضايي: پاکستان تل د امريکا ګټو ته لومړیتوب ورکړی او د منځګړیتوب لپاره لازم اعتبار نه لري

    27 اپریل 2026

    ‏د کابل او بیجېنګ ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوي

    27 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امريکا ته د ايران نوی وړاندیز؛ لومړی بايد د هرمز تنګي ستونزه حل شي

    27 اپریل 2026

    د ایران د پارلمان ویاند ابراهیم رضايي: پاکستان تل د امريکا ګټو ته لومړیتوب ورکړی او د منځګړیتوب لپاره لازم اعتبار نه لري

    27 اپریل 2026

    ‏د کابل او بیجېنګ ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوي

    27 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،159 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،194 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.