د افغانستان د صنعت او سوداگرۍ وزارت چارسمبالی وزیر نورالدین عزیزي د یو پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته تللی، تر څو هلته د افغانستان ـ ترکمنستان ترمنځ د سوداگریزو اړیکو په پراختیا له ترکمني چارواکو سره خبرې وکړي.
د صنت او سوداگرۍ وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د سوداگرۍ وزیر او مل پلاوي د ترکمنستان له سوداگرو، صنعتکارانو او خصوصي سکتور له مسوولینو سره لیدلي او د دواړو هېوادونو د سوداگریزو راکړو ورکړو په پراختیا غږېدلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د سوداگرۍ وزیر د دغه سفر پر مهال د ترکمنستان ـ افغان سوداگریز پیوستون کنفرانس او نندارتون پرانیستل کېدل د دواړو هېوادونو نږدیوالی بللی دی.
د افغانستان د سوداگرۍ وزیر له افغانستان څخه د سوېلي اسيا هېوادونو ته د ترانزيت د لارو چارو، په افغانستان کې د پانگونې د زمینې مساعدوالي او په دغه هېواد کې د پانگونې د ګټو په اړه یې ترکمني لوري ته معلومات ورکړي او په افغانستان کې یې پانگونې ته هڅولي. :«د ترکمنستان له خوا د دې چمتووالی شته چې د افغانستان د تولیداتو په هکله ښه تړونونه ولري، په ځانگړې توگه زموږ د مرمر ډبرو، گول سیخ او د افغانستان د خاص تولیدات.»
ټاکل شوې ده، سبا به د افغان ـ ترکمن سوداگریز اتصال کنفرانس هم جوړ شي او په عشقاباد کې به د افغانستان د تولیداتو یو نندارتون هم پرانیستل شي.
افغان سوداگر هیلهمن دي چې ترکمن لوری به پر افغاني توکو گمرکي محصول کم کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ دې د راکړه ورکړه ډېره شي، د ترانزیت په برخه کې دې شته ستونزې هوارې او هم بانکي ستونزې حل کړي.