Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د افغانستان ـ پاکستان ترمنځ سوداگریزه راکړه ورکړه ۷۰ سلنه کمه شوې
    افغانستان

    د افغانستان ـ پاکستان ترمنځ سوداگریزه راکړه ورکړه ۷۰ سلنه کمه شوې

    صابر افغانصابر افغان5 مارچ 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په خیبر پښتونخوا ایالت کې د افغانستان او پاکستان د سوداگرۍ گډه خونه وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداگریزه راکړه ورکړړه ۷۰ سلنه کمه شوې ده.

    د دې خونې همغږي کوونکی ضیاءالحق سرحدي وايي، افغان سوداگرو اوس د ایران چابهار او منځنۍ اسیا ته مخه کړې، چې له امله یې گڼ زیانونه دوی ته اوښتي دي.

    دی وايي، افغان سوداگر نه یوازې ۷۰ سلنه سوداگري او ترانزیت د ایران او منځنۍ اسیا له لارې کوي، بلکې له پاکستان څخه افغانستان د صادراتو کچه هم راټیټه شوې ده، چې له امله یې زرگونه خلک بې‌دندې شوي او گڼې کارخونې تړل شوي دي.

    د سرحدي په خبره، له پاکستان څخه افغانستان مخکې سمنټ، خوراکي توکي، جوس، شېدې او سلگونه نور توکي صادرېدل؛ خو اوس د یادو توکو په صادراتو کې گډوډي راغلې ده.

    نوموړی زیاتوي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداگرۍ د کمېدو له امله ډېر زیان د پښتونخوا خلکو ته رسېدلی دی او که دغه حالت دوام وکړي؛ نو د پښتونخوا اقتصادي حالت به نور هم خراب شي.

    سرحدي زیاتوي، اوسمهال له افغانستان څخه پاکستان ته پنبه او مېوه هم نه راوړل کېږي او د پنبې د بندېدو سره د رختونو گڼې کارخونې تړل شوي دي.

    نوموړی د پاکستان حکومت ملامتوي چې سیاست او سوداگري یې سره گډ کړي، چې ډېر زیان د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو خلکو ته رسېدلی دی.:« د پښتونخوا د سوداگرۍ ډېره تکیه د افغانستان په بازارونو ده، خو اوس نه د پخوا په څېر له افغانستان توکي ورته راځي او نه هم له دې لوري افغانستان ته توکي ځي.»

    د افغانستان د سوداگرۍ او پانگونې خونه هم مني چې د نورو کلونو په پرتله له پاکستان سره د افغانستان سوداگري بېخي کمه شوې ده او افغان سوداگر اوس د کراچۍ بندر پر ځای چابهار، بندر عباس او د منځنۍ اسیا هېوادونو بندرونه کاروي.د دې خونې غړی خان جان الکوزی وايي، د پاکستان وروستۍ پرېکړې د دې لامل شوې چې افغان سوداگر له پاکستان مخه واړوي او په بدیلو لارو فکر وکړي.

    دی وايي، پاکستان څو میاشتې مخکې د افغانستان په ترانزیت نوي محدودیتونه ولگول، چې له امله یې ۴۰۰۰ کانتینرونه په کراچۍ بندر کې بند پاتې شول.د الکوزي په خبره، کراچۍ بندر افغان سودگرو ته نږدې و؛ خو د پاکستان له لوري پرله‌پسې ستونزو اوس افغان سوداگرو نورو بندرونو ته مخه کړې ده.

    د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو وخت کلنۍ سوداگري مېلیاردونو ډالرو ته رسېده؛ خو د پاکستان له لوري پر افغان سوداگرو بېلابېل بندیزونو افغان سوداگر مجبور کړل چې نورې لارې ولټوي او خپله سوداگري پرمخ یوسي.

    مخکینۍ مقالهپلاستیکي جنرالان او د هغوی خیالي خوبونه!
    راتلونکي مقاله د پاکستان په نا امنۍ کې میشت افغان کډوال دخیل نه دي

    مربوطه لیکنې

    د کندهار په ژېړۍ او خاکرېز ولسوالیو کې ۱۵ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025

    ننګرهار کې ۱۵۲ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025

    د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ کې له پاکستانه قاچاق کېدونکې لسګونه میله وسلې نیول شوي

    20 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 نوومبر 2025

    د کندهار په ژېړۍ او خاکرېز ولسوالیو کې ۱۵ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    ننګرهار کې ۱۵۲ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025

    د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ کې له پاکستانه قاچاق کېدونکې لسګونه میله وسلې نیول شوي

    20 نوومبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د کندهار په ژېړۍ او خاکرېز ولسوالیو کې ۱۵ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025

    ننګرهار کې ۱۵۲ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025

    د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ کې له پاکستانه قاچاق کېدونکې لسګونه میله وسلې نیول شوي

    20 نوومبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،085 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،024 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،078 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.