Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»فرانسه ولي د شمالي ټلوالې ملاتړ کوي؟
    لیکني

    فرانسه ولي د شمالي ټلوالې ملاتړ کوي؟

    صابر افغانصابر افغان6 مارچ 2024څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهد

    دا چې فرانسه ولي شمالي ټلوالې او احمد مسعود سره د افغانستان اسلامي امارت مقابل مرسته کوي؟؛ ضرور ده چې د احمد شاه مشعود اړيکې د فرانسويانو سره وڅېړو، دا ځکه چې دغه د غلامۍ داستان د احمد مسعود پلار احمد شاه مسعود را شروع کړی وو، چې نن يې زوی هم پر همغه لار روان او هم هغه داستان کې ښکېل دی.

    احمد شاه مسعود منځنۍ زدکړې د استقلال ليسه کې کړي، چې دغه وخت د استقلال ليسه د فرانسوي ښوونکو او چارواکو له خوا اداره کېده؛ د لومړي ځل لپاره همدغه ليسه کې احمد شاه مسعود د فرانسويانو جال کې راځي؛ چې وروسته بيا د همدوی له طرفه د لوړو زدکړو لپاره د کابل پولي تخنيک پوهنتون د انجنرۍ پوهنځۍ ته ور پېژندل کېږي، د ځينو شواهدو پر اساس احمد شاه مسعود د لومړي ځل لپاره په استقلال ليسه کې د فرانسوي استخباراتو DGSI سره اړيکې ونيولې؛ وروسته بيا MI6 ته معرفي سو.

    د هغه وخت د يوه تجارتي تلويزيون زوړ چلوونکي سنديګال ته وظيفه ورکړل سوې وه؛ چې پنجشير ته ولاړ سي او هلته پر يوه ځوان قومندان چې د دوی غلامي يې شروع کړې وه يو فلم جوړ کړي، د احمدشاه مسعود ورور احمد ولي ځکه لندن ته لېږل کېږي چې انګلش زده کړي، چې سنديګال هم همداسې وکړه، يو ساعته فلم يې جوړ او CIA ته يې وسپاره چې دلته دغه وخت کې د سي آی اې سره د مسعود اړيکې هم ثابتوي، ځکه ايم آی سيکس، ډي جي ايس، آی او سي آی اې ډيرې نژدې اړيکې او ګډې پروژې لري.د فرانسې له طرفه د احمد شاه مسعود د غلامۍ، جاسوسۍ انتخابولو وجه او د غرب دغه اړيکې د افغانستان له تاريخ څخه الهام اخيستی؛ ځکه د افغان انګليس جګړو کې انګرېزانو ته ماتې هر ځلي پښتون ورکړې او غرب هيڅکله تاريخ نه هېروي.

    د مسعود تعصب او د پښتنو سره رخه دوی ته معلومه وه ځکه يې د مسعود د شخصيت په تبارز کې پوره ونډه واخيسته او همدغه داستان اوس هم د احمد مسعود سره په مرسته کولو شروع دی، دغه ميراثي غلامي تر احمد مسعوده را ورسېده، لکه څرنګه چې يې پلار و غرب او فرانسې ته وفاداره وو همدغسي يې زوی هم پوره ورته وفاداره دی.

    احمد مسعود په يوه ليک کې چې د برنارډ هینري لیوي(ژورناليست او فيلسوف) په ذريعه يې د فرانسې ولسمشر ايمانويل ميکرون ته لېږلی وو ويلي چې:« د فرانسې له ولسمشر نه يوه غوښتنه وکړه او ورته ووايه چې فرانسه زموږ يواځينۍ هيله پاته ده چې راسره مرسته وکړي.»په يوه بل ليک کې چې د کابل له فتحې وروسته د فرانسې د خلکو د زړونو ګټلو لپاره يې ليکلی وو، مسعود په ۱۹۴۰ کې د افغانستان حالت له اروپا سره پرتله کړی او د مشر چارلس دي ګول خبرې يې را اخيستي چې پکې ويلي يې دي: فرانسويانو جګړه بايللې ليکن جنګ نه (France had lost a battle, but not the war) پکې يې غوښتنه کړې چې زموږ سره پوره مرسته وکړئ تر څو موږ افغانستان کې جنګ جاري وساتو.

    ځکه ورسره فرانس مرسته کوي او ځای يې ورکړی چې د دوی د غلامۍ داستان پخوانی او پخه يارانه يې وه، د ده د پلار غلامي، ده ته ميراث کې پاته سوې؛ ځکه يې باداران لا هم پر شاه وهي او په ډېره سپين سترګي، د نړيوالو قوانينو خلاف د يوې باغي ډلې مالي او تسليحاتي مرسته کوي، تر څو افغانستان کې امن خراب کړي او افغان ولس و يوې بلې جګړې ته کش کړي.

    افغانستان د موقعيت له لحاظه د دوو سوپر طاقتونو منځ کې واقع دی چې يو طرف روسيه او بل طرف غرب(انګلستان، امريکا او يورپ) دی، هر يو دا کوښښ کوي چې افغانستان خپل لاس کې واخلي او بيا خپل حريف ته ماتې ورکړې.

    روسانو هم د همدې لپاره پر افغانستان حمله وکړه، خو د مجاهدينو او افغان ولس په قربانۍ سره يې سرې لښکرې له ملک څخه وشړلې او آزادي يې واخيسته؛ چې بيا امريکا يرغل وکړ تر څو دلته خپل قدرت ثابت وساتي، خو ونه توانېدل او ماتې سره مخ سوه، همدغسي انګلستان هم د همدې لپاره پر افغانستان حملې کولې ځکه د نړۍ سوپر طاقتونه نه غواړي چې افغانستان امن او سولې کې پاته سي.

    همدا وجه ده چې روسان او غرب غواړي خپل خلک افغانستان کې ولري، دوی يې ملاتړ او خپل حريف ته پرې ځواب ووايي؛ چې د دې لپاره د افغانستان امن خرابول لازمي بولي؛ ځکه کوښښ کوي افغانستان کې جګړه روانه وي او د دوی ګټې پکې خوندي وي، خو وژل کېږي به افغانان، ورانېږي به افغانستان، کونډه و يتيم به د افغان پاته کېږي؛ ځکه خو غرب او فرانسه د احمد شاه مسعود سره ولاړ وه، تر څو د طالبانو د تېر نظام مقابل وجنګېږي او اوس هم د احمد مسعود سره د همدې لپاره مرسته کوي چې دلته امن دايم نه سي.

    يواځې د شمالي ټلوالې سره نه بلکې داعش خراسان سره د دوی مرسته هم ټولو ته معلومه ده؛ چې غرب، اسراييل او عربستان د پاکستان په ذريعه جګړه ورسره کوي، تر څو افغانستان کې امن خراب او جګړې زور واخلي، د افغانستان موجوده امن د دوی ګټې خوړلې، د دوی شوم پلانونه شنډ شوي، چې دوی يې د بيا ځلي د خپل شومو پلانونو عملي کولو په پار د شمالي ټلوالې او داعش خراسان روزنه کوي.

    يوه بله مهمه موضوع دا چې ولي فرانسه او غرب شمالي ټلواله يا داعش خراسان تر شاه ولاړ دي، هغه دا ده چې د نړۍ سوپر طاقتونه او همسايه ملکونه نه غواړي؛ هغه اسلامي نظام دی افغانستان کې، ځکه اسلامي نظام کې عدل، پرمختګ، امن او سوکالي ده؛ چې دغه څه ته په کتو بيا د نورې نړۍ مسلمانان هم غواړي اسلامي نظام ولري، دغه د افغان نسل روزل په اسلامي فکر، چې راتلونکي کې به د نړۍ هر کونج ته د پوره طاقت سره اسلام رسوي دا و دوی ته د منلو نه ده؛ ځکه په يوه اتحاد سره نړۍ د افغانستان اسلامي امارت مخالف درېدلې، او د طالبانو د هر مخالف سره مرستې کوي، ځکه فرانسه هم د شمالي ټلوالې مرسته کوي.

    افغانان بايد بيدار و اوسي او د موجوده نظام تر شاه ودرېږي، ځکه دې نظام نه يواځې د شلو کلونو په قربانۍ سره افغان ولس ته د آزادۍ تحفه وړاندې کړې، بلکې د نړيوالو ټولې شومې دسيسې يې هم شنډې کړي او د نړۍ له جابر طاقتونو څخه د افغانانو په دفاع کې لګيا دي، نه پرېږدي چې يو ځلي بيا نړۍ افغانستان د جګړې په ميدان بدل او خپلې ګټې د افغانانو د وينو په تويولو سره خوندي کړي، ځکه لازمي ده افغان ولس ته چې د خپل اسلامي نظام تر شاه په کلکه ودرېږي.

    مخکینۍ مقالهجیف بیزوس د نړۍ تر ټولو لومړنی بډایه شخص نومول شوی دی
    راتلونکي مقاله د دوحې دفاعي نندارتون کې د دفاع وزیر ګډون د نړۍ د تعامل واضح پیغام

    مربوطه لیکنې

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025

    افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.