Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»حماس: د بندیانو په اړه تر هغې خبرې نه شي کېدای، څو چې اسرائیلي اشغالګر له غزې په بشپړه توګه نه وي وتلي
    منځنی ختیځ

    حماس: د بندیانو په اړه تر هغې خبرې نه شي کېدای، څو چې اسرائیلي اشغالګر له غزې په بشپړه توګه نه وي وتلي

    صابر افغانصابر افغان6 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر لوړ پوړي غړي “اسامه حمدان” د لبنان پلازمېنه “بیروت” کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې د بندیانو د تبادلې په اړه تر هغې پورې خبرې نه شي کېدای، څو چې اسرائیلي پوځیان له غزې او اړوندو سیمو په بشپړه توګه نه وي وتلي.

    نوموړي ویلي، چې د حماس استازو د تېرو ۲ ورځو خبرو په دوام کې د منځګړو هېوادونو استازو ته خپل شرایط وړاندې کړي دي.

    هغه اسرائیل تورن کړي، چې خبرو اترو کې له چل او فریب څخه کار اخلي او هڅه کوي هغه څه یې، چې د جګړې په ډګر کې تر لاسه نه کړل له سیاسي لارو چارو یې لاسته راوړي.

    د حمدان په خبره، قاهره کې به یې استازي د ښه نیت ښودلو او د منځګړو هېوادونو د غوښتنې لپاره پاتې وي، خبرو اترو ته به دوام ورکوي؛ خو ټینګار یې کړی، چې اسرائیل، امریکا او نور هېوادونه به هیڅکله هم خپلو شومو موخو ته و نه رسېږي.

    نوموړي یادې څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې اوس مهال د ځینو منځګړو هېوادونو په هلو ځلو د مصر په پلازمینه “قاهره” کې اسرائیلو سره د ممکنه اوربند په هکله خبرې روانې دي.

    د ویلو ده، چې د حماس دغه لوړ پوړي غړي یوځل بیا ټینګار کړی، چې غزه کې د حماس او نورو مقاومتي ډلو د ځواکونو مورال غښتلی دی، له خپل ولس دفاع ته ژمن دي، اسرائیلي ځواکونو ته یې په تېرو ۴ میاشتو کې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي او اشغالګر له غزې نه د تېښتې هڅه کوي.

    مخکینۍ مقالهخوست کې د لیژې کلي د ذخیروي بند چارې پیل شوې
    راتلونکي مقاله په ترکیه کې اوه تنه اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي

    مربوطه لیکنې

    امریکا سعودي عربستان او قطر ته د انرژۍ د تاسیساتو د ساتنې لپاره پاتریوت سیسټمونه لېږلي

    2 اکتوبر 2026

    له دوبۍ څخه اسرائیل ته روانې مسافر وړونکې الوتکې د تښتول کېدو کوډ فعاله کړی

    30 سپتمبر 2026

    د اسرائیل د ملي امنيت وزير په مشرۍ سلګونه اسرائیليانو د الاقصی مسجد پر انګړ هجوم وروړی

    29 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 3 اکتوبر 2026

    د تش په نوم مقاومت جبهې له رهبرۍ څخه د احمد مسعود د ګوښه کولو هڅې دوام لري

    د تش په نوم مقاومت جبهې، د فرهنګي چارو مسؤل او د دې جبهې دننه…

    د افغانیو پر وړاندې د نن ورځې د بهرنیو اسعارو بیې!#هندوکش‌غږ

    3 اکتوبر 2026

    هېواد کې د زعفرانو کښت او تولید ۴۱ سلنه زيات شوی

    3 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د تش په نوم مقاومت جبهې له رهبرۍ څخه د احمد مسعود د ګوښه کولو هڅې دوام لري

    3 اکتوبر 2026

    د افغانیو پر وړاندې د نن ورځې د بهرنیو اسعارو بیې!#هندوکش‌غږ

    3 اکتوبر 2026

    هېواد کې د زعفرانو کښت او تولید ۴۱ سلنه زيات شوی

    3 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،199 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،141 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،261 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.