Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»بهرنیو چارو وزارت د م.م سرمنشي د وروستي راپور په اړه توند غبرگون ښودلی
    افغانستان

    بهرنیو چارو وزارت د م.م سرمنشي د وروستي راپور په اړه توند غبرگون ښودلی

    صابر افغانصابر افغان9 مارچ 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د م.م سرمنشي د وروستي راپور او امنیت شورا ته د سرمنشي د ځانگړې استازي د وینا په اړه توند غبرگون ښودلی او دغه راپور یې د افغانستان له اوسنیو حقایقو څخه د ملگرو ملتونو ناخبري ښودلې ده.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان اسلامي امارت د ملگرو ملتونو د سرمُنشي په وروستي راپور او امنيت شورا ته د افغانستان له پاره د سرمُنشي د ځانگړې استازې په وينا کې په هېواد کې د سراسري امنيت او ثبات د ټينگښت، اقتصادي پرمختگ، د نشه‌يي توکو د هراړخيز بنديز د انفاذ، د جبري را ستانه شوو هېوادوالو د استقبال، د طبيعي پېښو پر وړاندې پر وخت غبرگون او نورو برخو کې د اسلامي امارت د هڅو ستاينه؛ د افغانستان پر خلکو د بانکي او اقتصادي بنديزونو د ناوړو اغېزو درک او همدارنگه د ملگرو ملتونو له خوا د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو تداوم او د نيمه پرمختيايي مرستو لور ته گام اخيستل مثبت ارزوي.

    د خبرپاڼې له مخې، په دغه راپور کې یو شمېر بې‌بنسټه تورونه هم پورې شوي دي.:«د ملگرو ملتونو په دغو او نورو راپورونو کې د يو لړ بې اساسه تورونو، د راپور چمتو کولو د غير علمي میکانېزم او له ماموريت خارج موضوعاتو ته د لاس ور وړلو لکه د مخدره موادو د بنديز په برخې کې د داخلي اختلاف، پېښو او موضوعاتو ته د قومي رنگ ورکولو، د عامه نظم او قانون د انفاذ هڅو ته د بشري حقونو د سرغړاوي او خپلسرو اقداماتو نوم ور کولو، د ځمکنيو واقعيتونو او تثبيت وړ ارقامو پر اساس د استناد کولو پر ځای پر بې بنسټه ادعاوو، مجهولو سرچينو او مخکېنيو ناسمو راپورونو استدلال، د خودساخته معلوماتو او د جنايي انفرادي پېښو د منحرف تعبير له لارې افغانستان په شخړې کې ښکېل هېواد د معرفي کولو او په دې توگه د وېرې د فضا د خپرولو او د څو مشخصو هېوادونو د بې بنسټه سياسي روايت تر اغېز لاندې افغانستان نورو هيوادونو ته د خطر د بالقوه سرچينې په توگه ورپېژندلو پر مواردو شديد اعتراض لري او د دې سپارښتنه کوي چې ملگري ملتونو په خپلو راپورونو او چلن کې د سطحیت او پلويتوب پر ځای د دقت او بې پرېتوب لاره خپله کړي.»

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان اسلامي امارت د اسلام د مبارک دين، د هېواد د استقلال او ملي منافعو په چوکاټ کې د ملگرو ملتونو د سازمان تر څنگ د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د گډو گټو د تحقق او مشترکو اندېښنو ته د ځواب موندلو په پار په هر ځای او وخت کې رغنده او هدفمند تعامل ته پر خپلې ژمنتيا يو وار بيا ټينگار کوي.

    مخکینۍ مقالهنیمروز: په یوې ترافیکي پېښه کې ۷ تنه مړه شوي دي
    راتلونکي مقاله د کاسا زر پروژې چارې بیا پیلیږي

    مربوطه لیکنې

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    د کندهار په ژېړۍ او خاکرېز ولسوالیو کې ۱۵ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025

    ننګرهار کې ۱۵۲ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 20 نوومبر 2025

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    20 نوومبر 2025

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،085 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،024 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،078 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.