Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د کاسا زر پروژې چارې بیا پیلیږي
    افغانستان

    د کاسا زر پروژې چارې بیا پیلیږي

    صابر افغانصابر افغان9 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان برېښنا شرکت وايي، له دوه کلن ځنډ وروسته نړیوال بانک په افغانستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې چارې بیا پیلوي.

    له یاد شرکت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه پروژه د افغانستان اسلامي امارت او برېښنا شرکت په هڅو او د سیمې هېوادونو په همکارۍ د نړیوال بانک له لوري بیا پیلېږي.:« له قرغیزستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا انرژۍ لېږد تر ټولو سترې پروژې (کاسا۱۰۰۰) بیا پيل په اړه د ترکیې په استانبول ښار کې د نړیوال بانک، افغانستان, قرغیزستان, تاجېکستان او پاکستان استازو تر منځ گډه ناسته وشوه.

    په دغه ناسته کې د افغانستان برېښنا شرکت استازي هم گډون کړی و او د برېښنا انرژۍ سوداگرۍ سیمه‌ییز نښلون دې سترې پروژې بیا پيل ته یې بشپړ چمتو والی وښود.»

    د خبرپاڼې له مخې، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې تاسیسات به په افغانستان کې د ۵۸۰ کېلومترو په اوږدوالي د کندوز له شېر خان بندر څخه د ننگرهار تر تورخم پورې بشپړېږي.: « ټاکل شوې له دوو کلونو ځنډ وروسته د برېښنا لېږد دا ستره پروژه د نړیوال بانک په مالي ملاتړ بیاځلې د ۱۴۰۳ لمربز کال غويي/ثور میاشت کې بیا پيل او د ۱۴۰۴ لمریز کال پای کې بشپړه شي، د دې پروژې چارې د نړیوال بانک له لوري د سیمې هېوادونو په غوښتنه او د افغانستان له لوري د چمتووالي او بشپړو شرایطو او ډاډمنتیا ښودلو سره بیا پيلېږي.»

    د کاسا زر پروژې په مرسته قرغیزستان او تاجېکستان به د یو ۱۲۲۲ کیلومتره د انرژۍ انتقال لیکې پرمټ ۳۰۰ مېگاواټه برېښنا افغانستان ته او ۱۰۰۰ مېگاواټه پاکستان ته لېږدوي.

    د کاسا زر پروژه له منځنۍ اسیا د شېرخان بندر له لارې د افغانستان شمال ته ننوځي او له کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل لغمان او ننگرهار له لارې پر تورخم پښتونخوا ته اوړي.

    افغانستان به له برېښنا د گټې اخیستنې تر څنگ په کال کې ۴۵ مېلیونه ډالره د برېښنا د ټرانزیت له پلوه هم عاید ولري.

    مخکینۍ مقالهبهرنیو چارو وزارت د م.م سرمنشي د وروستي راپور په اړه توند غبرگون ښودلی
    راتلونکي مقاله د افغانستان بانک سبا ۱۵میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

    مربوطه لیکنې

    ‏د تورغونډۍ بندر د احاطوي دېوال رغنیزې چارې پیل شوې

    15 مارچ 2026

    د افغانستان د صادراتي توکو ۸ محمولې نن ورځ ترکیې او له هغه ځایه نړۍ ته لېږدول کېږي

    15 مارچ 2026

    خوست کې پر فرضي کرښه افغان نښان‌ویشتونکو پنځه پاکستاني عسکر هلاک کړي

    14 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 16 مارچ 2026

    د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه ویاند، ابراهیم ذوالفقاري: سیمه کې د انټرنشنل استخباراتي خبري شبکې بنسټونه او همکارې سرچینې هدف ګرځوو

    د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه ویاند، ابراهیم ذوالفقاري د سیمې په هېوادونو کې…

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ: پاکستاني پولیسو کوهاټ کې لادرکه بندیان په جعلي نښته کې ترور کړي

    16 مارچ 2026

    د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: که ناټو د هرمز تنګي په پرانيستلو کې له موږ سره مرسته ونه کړي؛ نو له ډېر بد راتلونکي سره به مخ شي

    16 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه ویاند، ابراهیم ذوالفقاري: سیمه کې د انټرنشنل استخباراتي خبري شبکې بنسټونه او همکارې سرچینې هدف ګرځوو

    16 مارچ 2026

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ: پاکستاني پولیسو کوهاټ کې لادرکه بندیان په جعلي نښته کې ترور کړي

    16 مارچ 2026

    د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: که ناټو د هرمز تنګي په پرانيستلو کې له موږ سره مرسته ونه کړي؛ نو له ډېر بد راتلونکي سره به مخ شي

    16 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،123 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،073 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،145 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.