Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د سیمې هیوادونه افغان حکومت سره اړیکو کې د غرب طبعیت ته نه ګوري
    لیکني

    د سیمې هیوادونه افغان حکومت سره اړیکو کې د غرب طبعیت ته نه ګوري

    صابر افغانصابر افغان14 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    محمد فیصل

    جرمني ډوچ ویلي رسنۍ له افغان حکومت سره د سیمې د هیوادونو د سیاسي او اقتصادي اړیکو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

    مقاله وایي، افغان طالبان هڅه کوي چې سیمه ییزې اړیکې پراخه کړي.

    د روان کال د جنورۍ په وروستیو کې په کابل کې د یوولسو هیوادونو استازي د طالبانو په بلنه راټول شوي وو، څو د افغانستان سیمه ییز ابتکار کنفرانس کې ګډون وکړي.

    د دغې راټولیدنې موخه سیمه ییزې همکارۍ ته پرمختګ ورکول وو چې د هند، روسیې، چین، ایران، پاکستان او نورو هیوادونو استازو په کې ګډون کړی و.

    مالومه نه ده چې یادې راټولیدنې کومه مشخصه پایله درلوده که نه، خو کنفرانس وښوده چې طالبان د سیمې له هیوادونو سره د ښو اړیکو جوړیدو اراده لري.

    طالبانو هغه مهال د نړیوال رسمیت ترلاسه کولو هڅو کې یو څه بریالي شول چې د چین ولسمشر ژي جینګ پینګ یې د جنوري په وروستیو کې د استازي مولوي بلال کریمي باور لیک ومانه.چین وویل چې د باور لیک منل د رسمیت په مانا نه دي. د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د دواړو هیوادونو اړیکې نږدې شوي دي.

    په ۲۰۲۳ کې د چینایي شرکتونو او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ څو تړونونه لاسلیک شوي چې یو په کې د تیلو ۲۵ کلن تړون دی چې لومړی کال پانګونه یې ۱۵۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي.

    بلخوا ایران هم له کلونو راهیسې له کابل سره نږدې اړیکې لري، ایران په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له واک ته رسیدو لږ وروسته حسن کاظمي قمي د افغانستان له پاره د ځانګړي استازي په توګه وګوماره.ایران فکر کوي چې له طالبانو سره تماسونه د ټولې سیمې له پاره ګټور دي.

    هند هم ورته فکر لري او په افغانستان کې په سیاسي ثبات ټینګار کوي.

    مقاله کې د بحران نړیوالې ډلې له قوله لیکل شوي چې د افغانستان ګاونډیان له کابل سره د نږدې کیدو پلوي دي.

    د سیمې یو دیپلومات د نوم په نه اخیستو ویلي، موږ په غرب کې د طالبانو په ګټه د طبعیت (مزاج) د بدلون انتظار کولی نه شو.

    د مقالې لیکوال کیرسټن نپ لیکلي چې د داعش ګواښ هغه لامل دی چې د سیمې هیوادونه یې طالبانو سره اړیکو پراخولو ته اړ کړي دي.

    دغه راز، له افغانستان سره اقتصادي همکاري د زیاتیدو په حال کې ده. په ځانګړي ډول د انرژۍ په برخه کې دغه همکاري زیاتیږي.

    مخکینۍ مقالهد طالبانو پر ضد له یهودانو سره ناستې
    راتلونکي مقاله د کوفي لالهانده منډې او د بادار ناچاره ورځ!

    مربوطه لیکنې

    له هېواد بهر مدني بنسټونه؛ د بهرنیو استخباراتو د فشار وسیله

    16 اگست 2025

    امارت د سوپر پاور په ځای هژمونيک پاور مات کړ

    15 اگست 2025

    د جنایتکارانو شوری؛ ولس به یې جنایات هېر کړي!؟

    15 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 16 اگست 2025

    الجزایر کې سیند ته د بس لوېدو پېښه؛ ۲۷ کسان مړه او ټپیان دي

    د الجزایر په پلازمېنه کې سیند ته د یوه مسافر وړونکي بس د لوېدو په…

    د ټرمپ او پوتین لیدنې ته د زیلینسکي غبرګون؛ پوتین خپلو مشخصو موخو ته ورسېد

    16 اگست 2025

    له هېواد بهر مدني بنسټونه؛ د بهرنیو استخباراتو د فشار وسیله

    16 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    الجزایر کې سیند ته د بس لوېدو پېښه؛ ۲۷ کسان مړه او ټپیان دي

    16 اگست 2025

    د ټرمپ او پوتین لیدنې ته د زیلینسکي غبرګون؛ پوتین خپلو مشخصو موخو ته ورسېد

    16 اگست 2025

    له هېواد بهر مدني بنسټونه؛ د بهرنیو استخباراتو د فشار وسیله

    16 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،999 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،943 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،961 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.