لیکوال: عادل افغان
په افغانستان کې د اسلامي امارت تر راتګ وروسته هغو ټولو استعماري او استخباراتي مهرو له هېواده پښې سپکې کړې چې دلته یې له یوې خوا د استعمار د بنسټونو د ټينګښت لپاره نه ستړې کېدونکې خوش خدمتۍ وکړې او له بلې خوا یې له دې درکه ډېرې پیسې ترلاسه کړې، چې دا پیسې بیا هم په مستقیمه او نامستقیمه توګه د استعمار، د استعماري ارزښتونو په ترویج او د اسلامي، ملي او هېوادنیو ارزښتونو په بربادۍ کې لګول کېدې.
که د دغه ډول کسانو د نومونو یادونه کوو، شمېر یې تر سلګونو اوړي، خو په دې لیکنه کې د دوی له ډلې یوازې د فوزیه کوفي په نوم د یوې پر ژوند، تېر کارونو او اوسنیو لالهانده منډو ترړو خبرې کوو.
فوزیه کوفي چې اصلاً د بدخشان ولایت د کوف آب ولسوالۍ اوسېدونکې ده، پر افغانستان د امریکايي او ناټو یرغل په پیل کې له دوی سره ودرېده او په دې ډول یې د اشغال، استعمار او پردیو ارزښتونو د ټینګښت، ترویج او پالنې لپاره خپلې خوش خدمتۍ پیل کړې. له معمول سره سم، استعماري هېوادونو هم خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له دغه ډول مهرو تر اندازې ډېره استفاده وکړه او د دوی د شهرت لپاره یې بېلابېلې لارې ګودرې ولټولې.
کله به جایزو ته نوماندوله، کله به یې په اصطلاح د زړورو مېرمنو په نوملړ کې راوسته او ټوله هڅه به دا وه چې څه ډول د دغو مهرو نومونه د رسنیو سرټکي کړي، ترڅو عامو خلکو ته یې د شهرت هنګامې ورسېږي او په دې ډول استعمار خلکو ته وښيي چې دا مو رهبران/ رهبرانې دي، دوی ستاسو اصلي خواخوږي/ خواخوږې دي او باید تاسې هم په پسې ودرېږئ.
استعمار تر یوې کچې په دې برخه کې بریالی و، ځینو کسانو ته یې په همدې ډول دوکه ورکړه او د همدغو ناکامو او بدنامو څېرو تر شا یې ودرول. فوزیه کوفي د تېر شل کلن اشغال پر مهال په بېلابېلو څېرو کې راښکاره شوه، کله په اصطلاح د ښځو د حقونو د فعالې، کله هم د پارلمان د وکیلې او کله په یوه او بل نوم راڅرګندېده.
نوموړې له دې کبله په خلکو کې ډېره مشهوره وه، چې په پوره صراحت به یې اسلامي، ملي او هېوادني ارزښتونه تر پښو لاندې کول، دا کار به یې د ځان لپاره په اصطلاح روښانفکري او تابو شکني بلله او نور خلک او په ځانګړې توګه مېرمنې به یې هم دې کار ته رابللې، دا کار یې په ډېر صراحت کاوه، دغه ډول ارزښتونه به یې دودیز او سنتي بلل او غربي ارزښتونو او فرهنګ د ترویج لپاره به یې لابي کوله، له همدې کبله به غربي فرهنګي استعمار کله د زړورې مېرمنې په نوم پر خلکو تپله، کله به یې نوبل جایزې ته معرفي کوله او کله به یې هم پر افغانانو د ښځو د حقونو د فعالې په توګه تپله، خو په حقیقت کې د غربي مفکورو د ترویج، د استعمار د ټينګښت او دوام لپاره تر وسې وسې هڅه کوله.
په بدخشان کې یې دوې لسیزې د سرو زرو او نورو قیمتي ډبرو کانونو غیر قانوني استخراج کاوه، د نشه يي توکو په قاچاق کې یې لویه ونډه درلوده، په شمال کې د بدنامو جنایتکارو ډلو ټپلو کلکه ملاتړې وه، ناقانونه وسله والې ډلې او ګروپونه یې درلودل او د همدوی پر مټ به یې ځان ساته او پر خلکو به یې هر ډول غوښتنې منلې. نوموړې پر دې ټولو سربېره، د فساد، غصب، ظلم، زور او لندغرۍ سرلارې وه. اوس له هېواده بهر ده او هلته په ډېره لالهانده توګه یو ځل بیا د استعمار دروازې ټکوي، بیا د بلې پروژې په لټه کې ده چې څنګه وکولی شي بیا هېواد ته اور راوړي، غواړي بیا خلک دوکه کړي، غواړي بیا غصب، لنډغرۍ، زور، ظلم، خپلسرۍ او ناقانونۍ ته په وطن کې زمینه برابره کړي. نوموړې تازه د یاکوف فلیټچکین په نوم مشهور یهودي سره د خپلې یارانې او شومو موخو تارونه غځولي.
نوموړی په غرب کې د یهودو مشهور لابي ګر دی، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې کرايي جګړې تنظیموي، د جګړې لوبغاړي ورته ګوماري او له استخباراتي ادارو سره یې اړیکې ټينګوي، خو نوموړې او د دې لارې نور لارویان دې پر دې پوه شي، چې افغانستان اوس هغه ډول نه دی چې شل کاله وړاندې و، افغانان هم اوس هغه ډول نه دي، دلته هرڅه ۳۶۰ درجې بدل شوي، غربي استعمار ته دلته داسې ماتې او درس ورکړل شوی چې بیا به په پېړیو پېړیو پر دغه هېواد یرغل ته زړه ښه نه کړي، دوی لا څه کوې چې د دوی نسلونه به لا دغه کار ته زړه ښه نه کړي، فوزیه کوفي باید نور پر دې پوه شي چې تاریخ یې تېر دی، اوسنۍ لالهانده منډې یې هېڅ ګټه نه لري او په دې اړه خپل خوبونه دې اوبو ته ووايي او خپل دغه شومې موخې دې قبر ته یوسي