د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، تر دې دمه یې په ټول هېواد کې د تېرې ادارې د وژل شوو عسکرو (۱۱۷۴۴۰) تنه یتیمان، کونډې او معلولین ثبت کړي دي.
د یاد وزارت د اطلاعاتو رئیس مفتي فیصل وايي، کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د یوې روڼ بهیر له لارې هرو شپږو میاشتو کې نغدي مرسته هم ورکول کېږي.: «د مشرانو شفقت او ترحم پر بنسټ هغوی ته هر کال په دوه مرحلو (هرو شپږو میاشتو) کې د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې د بانکي سیسټم له لارې میاشتنۍ نغدي مرسته ورکول کېږي.»
په افغانستان کې د اوږدو خونړیو جگړو له امله مېلیونونه افغانان یتیمان، زرگونه کونډې او زرگونه کورنۍ بېسرپرسته دي.