يو شمېر نړۍوالو رسنیو راپورونه خپاره کړي او ويلي يې دي، چې د بشري مرستو لومړۍ بېړۍ، چې خوراکي توکي په کې بار و، غزې ته رسېدلې ده.
د فرانسې خبري آژانس د راپور پر اساس ویل شويدي، چې د اسپانیا د یوې غیرې دولتی موسسې ((اوپن ارمز)) بېړۍ له ۲۰۰ ټنو خوراکي توکو سره د کب د میاشتې به ۲۵ مه جمعې ورځ سهار مهال د فلسطین اړوند د غزې تړانګې سواحلو ته رسېدلې ده.
د بشري مرستو څخه بار دغې بيړۍ له رسېدو وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان بار بار په سیمه او په ځانګړې توګه د غزې په شمالي برخه کې، چې دا مهال تر ۳۰۰ زرو ډېر وګړي په کې ژوند کوي، د پراخ انساني ناورین د رامنځ ته کېدو خبرداری ورکړی و.
غزې تړانګې ته د مرستو رسولو لپاره د سمندري دهلیز پرانیستل د حماس او اسرائیلو د جګړې له اغېزه د ملکي خلکو د ژغورنې لپاره د نړۍوالو هڅو یوه برخه ده.
د بشري مرستو دغه بيړۍ داسې مهال د غزې سواحلو ته رسېږي، چې تېره ورځ يو شمېر نړۍوالو رسنیو د فلسطین د روغتیا مسولینو په حواله راپورونه خپاره کړي و، چې د کب په ۲۳ مه د غزې په جنوب رفح ښار کې د مرستو د وېش یوه مرکز باندې اسرائیلو هوایي برید کړی و او د انروا (بې ځایه شويو فلسطینیانو ته د مرستې رسوونکي سازمان) د يوه کارکوونکي په ګډون یې پنځه تنه وژلې و؛ په دغه بريد کې ۲۲ تنه فلسطینیان هم سخت ژوبل شوي و.