د ایران بشري حقونو سازمان (هه نګاو) خبر ورکړی چې تېره اکتوبر میاشت د ایران په زندانونو کې د پینځو ښځو یو ماشوم او یو سیاسي زنداني په ګډون ۱۶۱ تنه اعدام شوي دي.

د «هه نګاو» سازمان د معلوماتو له مخې په د غو اعدام شویو کې ۹ افغانان، ۲۳ کردان، ۲۱ ترکان، ۱۵ بلوڅ، ۵ عرب او پاتې د نورو هېوادونو او قومونو وګړي شامل دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version