هندوکش‌غږ ته ځایي سرچینې وایي، پاکستاني طالبانو د جنوبي پنجاب ولایت د ډیره غازي خان ولسوالۍ اړوند «مبارک کوټ» بند ته څېرمه د پاکستاني پولیسو پر کاروان برید کړی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، نښتې شاوخوا نیم ساعت دوام کړی چې په ترڅ کې یې څلور پاکستاني پولیس هلاک او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي په دغه نښته کې د پولیسو په ډزو یو ملکي کس هم ټپي شوی. دغه راز پاکستاني طالبانو د نښتې له ځایه دوه شاجورونه هم له ځانه سره وړي دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې جنوبي پنجاب کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د پاکستاني طالبانو بریدونه د پام وړ ډېر شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version