د راپورونو له مخې د هند تر کنټرول لاندې د کشمير په پهلګام ښار کې د وسله والو له لوري په ځايي عامو خلکو ستر بريد شوی چې تر دې دمه پکې ۲۵ کسان وژل شوي، لسګونه نور ټپيان دي او ښايي دا شمېر نور هم لوړ شي.

د معلوماتو له مخې په وژل شویو کسانو کې يو اسرائيلي او يو ايټالوي سيلاني هم دی.

د پهلګام ځايي روغتون د بيړني حالت اعلان کړی او د هند ولسمشر نريندرا مودي خپل ځانګړی سلاکار سيمې ته استولی تر څو حالات وڅاري.

دغه راز ويل کيږي په کشمير کې له ۲۰۱۹ ميلادي کال راوروسته دا تر ټولو ستر او خونړی برید دی.

ياده دې وي چې د بريد پوره جزئيات تر اوسه نه دي خپاره شوي او پړه یې هم تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه ده منلې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version