د هند او ایران بهرنیو چارو وزارتونو په ۱۹مه مشورتي غونډه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د چابهار بندر، کرنې، سوداګرۍ او اقتصادي برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې کړې دي.

د هند د بهرنيو چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې دغه غونډه پرون د هند د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال، ویکرم مصري او د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال مجید تخت‌روانچي په مشرۍ جوړه شوې ده.

خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې، دغه غونډه کې ویکرم مصري د چابهار بندر له لارې د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي پرمختګ پر اهمیت ټینګار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version