Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»اجیرې رسنۍ د شر او فساد پلویانو ته هوا ورکوي
    لیکني

    اجیرې رسنۍ د شر او فساد پلویانو ته هوا ورکوي

    صابر افغانصابر افغان22 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د انټرنېشنل په شمول یو شمېر اجیرې رسنۍ لکه: ازادۍ راډيو، امریکا غږ، Bbc، امو او… په افغانستان کې د شر او فساد ډلو ته هوا ورکوي؛ دا رسنۍ تر ډېره هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ د نقاق/بې اتفاقي لمن خوره کړي، حق په باطل، باطل په حق بدل کړي چې دا چاره هیڅ امکان نه لري.

    دا ځل د شر او فساد ډله/مقاومتیان په هیواد کې ټولو مېشتو پرګنو سره په تقابل کې واقع شوي، ځکه چې افغانان نور نه غواړي د جنګونو/شخړو قرباني شي، څه باندې څلور لسیزې دې مظلوم او بې چاره ولسونو د خپل زړه وینې څکلې، په اوږو یې د جنازو کټونه تر قبرستانه وړي، د قبرونو له ویستلو، د مساجدو له لوډسپیکرو د جنازو د اعلانو له اورېدو ستړي شوي دي.

    پورته ذکر شوې رسنۍ، تل د شر او فساد ببولالو ته انعکاس ورکړی او لا هم لګیا دې لابي ورته کوي؛ د افغانستان انټرنیشنل او امو، هغه د اسلامي او شرعي نظام ضد رسنۍ دي چې تر ډېره یې د عامه ذهنیت د ګمراه کولو په نیت نشرات پيل کړي؛ دا دوه رسنۍ د تېر پرځېدلي جمهوري نظام له سقوط سره سم فعالیت پیل کړ، ترڅو ذهنیتونه مغشوش او د اسلامي نظام پر وړاندې خراب کړي.

    د شر او فساد ډله اوس مهال تر ډېره تبلیغاتي جګړه پیل کړې، دا جګړه مستقیماً د عوامو په روح او روان تاثیرات اچوي، د ویرې/اضطراب او د وحشت خورولو لپاره زمینه سازي کوي، د شرعي نظام پر وړاندې خنډونه پیدا کوي، په راتلونکي د خلکو باورونه له منځه وړي، هیلې او امیدونه یې وژني، د ټولنې مذهبي، ایډيالوژیکي، فلسفي، تاریخي او علمي برخې په بر کې نیسي؛ د دې رسنیو عمده هدفونه، د حقایقو په تړاو د خلکو تېراېستل، د ناسمو اطلاعاتو ورکول او منفي تبلیغات کول دي.

    د شر او فساد ډله، له افغانستان څخه نیولې په ټوله نړۍ کې رټل شوې، تحقیر شوې او استفراق شوې ډله ده، دې ډلې له څه باندې دوو لسیزو راهیسې افغانان زورول او په عذاب یې اخته کړي وو، اداري او اخلاقي فساد کې ښکېل وو، د هیواد ملي شتمنۍ یې چور او تالان کړې، ولس زورونه یې ملي شعار وو.

    اجیرې رسنۍ چې مقاومتیانو ته هوا ورکوي، دا په دې معنی ده چې د څو ډالرو په مقابل کې د دوی په ترسره کړو جنایتونو باندې پرده واچوي، ترڅو د خپلې نفعې په پار یې وکاروي، دا چاره یې زه د یو افغان په حیث بې معنی او بېهوده ګڼم، هیڅکله به هم د شر او فساد ظلمونه او وحشتونه د افغانانو له اذهانو ونه وځي او نه به بیا دې نجسې او تحقیر شوې ډلې ته وخت ورکړي.

    که چیرې د مطبوعاتو یا رسنیو له اړخه وغږېږو، دا اصلاً په دوی ریشخند وهل دي، نه هوا ورکول؛ هغه داسې چې یو چا ته رتبه ورکول، له چا رتبه اخیستل، چا پسې له ځانه یو څه ویل چې په هغه کې له سره شتون و نه لري، برعکس دې ته ورته نورې کړنې، د توهینولو، سپکولو، ریشخند وهلو او د تحقیرولو په معنی دي.

    یاد شوو موضوعاتو ته په کتلو، ستاسو په اند، اجیرې رسنۍ د شر او فساد پلویانو ته هوا ورکوي که هوا ترې باسي؟

    مخکینۍ مقالهاسرائيلي جنرال: د غزې د جګړې دوام به اسرائيل تر سقوط رسوي
    راتلونکي مقاله ننګرهار کې د زاړه ماين چاودنې د مدرسې زده کوونکي شهيدان او ټپيان کړي

    مربوطه لیکنې

    د ډیورنډ ملي مسئله او د پاکستان – مقاومت پټه دسیسه

    2 مې 2026

    د سیاسي پروسو د ناکامۍ پیل؛ د ویانا شپږم پړاو ولې وځنډول شو؟

    28 اپریل 2026

    د جبهو او ګوندونو ترمنځ د اختلاف اوج؛ ډيورنډ او راتلونکی وضعیت

    27 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 2 مې 2026

    د کورنیو چارو وزارت: پکتیا کې۱۰ میله امریکایي توپنګچې له ۱۰۰۰ فیره مرمیو سره کشف شوې

    د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیس ځواکونو د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ زندو…

    د ډیورنډ ملي مسئله او د پاکستان – مقاومت پټه دسیسه

    2 مې 2026

    هېواد کې نږدې ۱۶ سلنه کارېدونکي نفت د افغانستان خپل تولید دی

    2 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د کورنیو چارو وزارت: پکتیا کې۱۰ میله امریکایي توپنګچې له ۱۰۰۰ فیره مرمیو سره کشف شوې

    2 مې 2026

    د ډیورنډ ملي مسئله او د پاکستان – مقاومت پټه دسیسه

    2 مې 2026

    هېواد کې نږدې ۱۶ سلنه کارېدونکي نفت د افغانستان خپل تولید دی

    2 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،162 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،195 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.