بهرنیو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د حماس اسلامي غورځنګ او صهیونیستي رژیم ترمنځ د اوربند د هوکړې هر کلی او د منځګړو هېوادونو له هڅو مننه کړې ده او د فلسطين ولس ته یې د افغانانو په استازيتوب د دې بريا مبارکي وړاندې کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت اعلاميه زياتوي چې د اوربند هوکړه د فلسطيني ولس د زغم او په غزه کې د پنځلس مياشتنۍ مبارزې او قربانيو پايله ده.
اعلاميه کې دغه راز په نړيواله ټولنه غږ شوی چې صهيونيستي رژيم دې د هوکړې د ټولو ژمنو ترسره کولو ته مجبور شي او غزې ته دې په بېړني ډول مرستې ورسېږي.
د يادونې وړ ده، چې تېره شپه د حماس اسلامي غورځنګ او صهیونیستي اسرائيلو تر منځ غزه کې له پنځلس مياشتو سختې جګړې وروسته د اوربند تړون لاسليک شو.