لیکوال: محمد فیصل
د تېر زیږدیز کال د اکتوبر میاشتې له اوومې نیټې څخه تر ننه د منځني ختیځ وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په لور روان دی.
لومړیو کې صهیوني اسرائیل او فلسطین سره مخامخ ښکېل وو، خو وروسته بحران لا نور پراخ شو، لبنان او ایران هم ور ګډ شول.
سره له دې چې افغانستان له منځني ختیځ لرې پروت دی، خو له دغه بحران څخه یې یو ډول اقتصادي ګټه ترلاسه کړې ده.
څو ورځې وړاندې چې ایران پر صهیوني اسرائیلو تر دوه سوه بالستیک توغندي وتوغول، نو ګڼو نړیوالو شرکتونو چې د ایران له فضا څخه یې الوتنې کولې، خپل مسیر یې بدل او د افغانستان خوندي فضا یې د الوتکو د سفر له پاره غوره کړه.
برټش ایرویز، سنګاپور ایرلاینز او د جرمني لوفتانسا هغه مهم شرکتونه وو چې خپل لوری یې له ایران څخه افغانستان ته راواړوه.
دغه شرکتونه د افغانستان له فضا څخه د تېرېدونکي هرې الوتکې ۷۰۰ ډالر فیس افغان حکومت ته ورکوي.
د منځني ختیځ د بحران له پراخېدو وړاندې یوازې محدود شمېر الوتکو د افغانستان فضا څخه کاروله، خو د ایران له لوري پر صهیوني اسرائیلو له برید وروسته هغه شمیر زیات شو.
د انډیپینډنټ د یو راپور له مخې، تېره سه شنبه ۱۷۱ الوتکو د افغانستان له فضا څخه سفر کړی و چې تېره پنجشنبه یې شمېر ۱۹۱ ته ورسېد.
د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې چې ا.ا.ا پر افغانستان واکمن شو، نو له هغه مهاله تر اوسه د نړۍ ګڼو هوایي شرکتونو د افغانستان فضا د الوتنو له پاره ترک کړه او ایران او نورې لارې یې غوره کړې.
د هغو شرکتونو پرېکړو تر ډېره سیاسي اړخ درلود او یوه هڅه دا وه چې پر افغانستان اقتصادي فشار راولي او اقتصاد یې کمزوری کړي.
خو ښکاري چې د منځني ختیځ ناامنه وضعیت په تېره د ایران-صهیوني اسرائیلو او د سوریې کړکیچ هغه څه دي چې نړیوال شرکتونه یې اړ کړي چې خپلې سیاسي پرېکړې بیرته واخلي او د هغو هیوادونو د ناامنه فضا پر ځای د افغانستان خوندي فضا وکاروي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.