د ټولګټو وزارت په يوه خبرپاڼه کې وايي چې د ياد وزارت سرپرست وزير ملا محمد عیسی ثاني کابل کې د قزاقستان له سفیر ګزیز اکباسوف سره کتلي.
په دې کتنه کې د دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو سربېره یې، افغانستان ته د سوداګریزو توکو پر لېږد، له افغانستانه بیا د دغو توکو د لېږد پر زیاتوالي او د بنسټیزو پروژو په ځانګړې توګه د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د قزاقستاني شرکتونو پر پانګونې خبرې کړې دي.
د سرچينې په خبره، دواړو خواو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او بنسټیزو پروژو په برخه کې پر دوامداره همکارۍ ټینګار کړی دی.