د هندوکش غږ د مستندو معلوماتو له مخې، د مقاومت شوری یو پلاوی تازه له ترکیې څخه ایران ته سفر کوي. که څه هم دا سفر په ظاهري بڼه د ایراني چارواکو سره د افغان مهاجرو د ستونزو د حل په موخه ترسره کېږي، خو د پردې تر شا یې ریښتینې موخې ژور استخباراتي او سیاسي اړخونه لري.

دا سفر چې د ایران او مقاومت شوری ترمنځ په مستقیم تفاهم ترسره کېږي، د هغه تسلسل یوه بله کړۍ ده چې تر دې وړاندې ترکیې ته د سپاه پاسداران د یوه لوړ پوړي پلاوي د سفر او له هغې وروسته ایران ته د عبدالرب رسول سیاف د ښکاره تګ راتګ په بڼه تمثیل شوی و. دا درېیم رسمي او ښکاره سفر دی چې د دواړو لورو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو دوام ته اشاره کوي.

هندوکش ‌غږ ته د باور وړ سرچینې وایي، د دغه سفر اصلي اجنډا د مهاجرو د ستونزو تر نامه لاندې پټ پاتې دی. دغه راز هندوکش غږ د مقاومت شوری هغې اعلاميې ته هم لاسرسی پيدا کړی چې پاکستان او ايران ته د خپلو استازو د ليږلو او سفرونو په اړه يې نشر کړې وه خو څو لحظې وروسته يې د محرميت په خاطر له خپلې رسمي صفحې څخه حذف کړه، په دې اجنډا کې د ایران د بهرنۍ پالیسۍ د «مقاومت محور» تر چتر لاندې د استخباراتي همغږۍ پیاوړتیا، د افغانستان د سیاسي وضعیت پر ضد د تبلیغاتي او امنیتي فعالیتونو انسجام او په افغانستان کې د سرپرست اسلامي حکومت پر ضد د متقابلو همکاریو پراخې هڅې شاملې دي.

مقاومت شوری ظاهراً په اعلامیه کې داسې هم څرګندول چې ګواکې دغه هېوادونو ته د مهاجرینو د ستونزو حلولو په موخه ځي، دوی زیاته کړې وه چې په دغه هېوادونو کې مهاجرین له امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، چې له امله یې د نیول کېدو، زنداني کېدو او وژل کېدو له خطر سره مخ کېږي؛ خو په حقیقت کې یې تر همدې عنوان لوري استخباراتي لوبه روانه کړې.

د هندوکش غږ له لوري ترلاسه شوي اسناد او شواهد څرګندوي چې د مقاومت شوری په نوم دغه ډله، چې غړي یې اکثراً تښتېدلي، بدنام او د ولس له نظره منفور اشخاص دي، د نړیوالو استخباراتي ادارو سره د اړیکو د ټینګښت لپاره پرله‌پسې هڅې کوي. دا هڅې نه یواځې په فردي بڼه، بلکې د شوری د داخلي ناستو په اجنډا کې هم ځلېدلي او پر دې ټینګار شوی چې باید له هر هیواد او استخباراتي مرکز سره اړیکه ونیول شي او په افغانستان کې د سرپرست حکومت پر ضد ترې هر ډول همکاري وغوښتل شي.

معلومات ښيي چې د مقاومت شوری اکثریت غړي نه یواځې له بهرنيو استخباراتو سره د تماس هڅه کوي، بلکې ځینې یې د دغو ادارو رسمي او استخباراتي کسان دي. له دې ډلې څخه لاندې اشخاص ځانګړې استخباراتي سابقې لري:
١- الماس زاهد، د مقاومت شوری وياند او د آی اس آس رسمي جاسوس.
٢- محمد محقق، د مقاومت شوری د رهبري غړی او د آی اس آی رسمي جاسوس.
٣- جنرال دین محمد جرئت د مقاومت شوری غړی او په پاکستان کې د مقاومت جبهې لخوا آی اس آی ته رسمي نماينده.
۴- فضل احمد معنوي، د مقاومت شوری د رهبري غړی او د امريکا د استخباراتو رسمي جاسوس.
او ځينې نور چې په وخت سره به يې په اړه د هندوکش‌غږ له خوا مستند معلومات وړاندې شي.

د هندوکش‌غږ سرچینې زیاتوي؛ د مقاومت شوری اوسنی سفر د هغو پرله‌پسې هڅو دوام دی چې هدف یې د سیمه‌ییزو او نړیوالو استخباراتي شبکو تر سیورې لاندې په افغانستان کې د سرپرست حکومت پر ضد همغږي، دروغجن تبلیغات او هدفمند فعالیتونه تنظیمول دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version